د غزه په څلورو سكولونو بريد د اسرائيل د نسلۍ كشۍ كمپائن يو بل ثبوت دے۔ د خارجه دفتر ويانده

image

اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي)پاکستان د غزه په څلورو سكولونو د اسرائيلي قابضو ځواكونو ناترڅه بريدونو غندنه كولو سره وئيلي دي دا بريد د غزه د خلقو په ضد د اسرائيل د نسلۍ كشۍ كمپائن يو بل ثبوت دے۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل د دې بريدونو په نتيجه كښې هلته پناه اخستونكې ګڼ شمېر مېرمنې او كوچنيان قتل شوي۔ وياندې ووئيل سول آبادي او سهولتونه په نخښه كول د نړيوال قوانين سنګينې خلاف ورزۍ دي او د جنګي جرائمو برخه ده٬ دې ووئېل د خپلو تازه اقداماتو څخه د اسرائيل قابضو ځواكونو يو ځل بيا د نړيوال قوانين د شائستګي د بنيادي اصولو او د نړيوال قابل قبول طرز عمل سپكاوے كړے ۔ وياندې ووئيل د نړيوال بشري قانون د دې ښكاره خلاف ورزو يو نوے معمول له اجازه نه ده پكار ۔ وياندې ووئيل مونږ نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوٶ چې ھغوي د اسرائيل د ترهګرۍ او د فلسطيني اولس په ضد د نسل كشۍ كمپائن په سمدستي توګه ختمولو لپاره سمدستي اقدامات وكړي۔ دې ووئيل اوس وخت راغلے چې اسرائيل دغه جرائمو او د نړيوال انساني او د بشړي حقونو د قانون خلاف ورزيو لپاره ځواب وركوٶنكے وګرځولے شي۔

مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں