د بلوچستان د اوبو ضرورتونه ترسره كول٬ د كركېلې ودې او غذائي تحفظ لپاره د وفاقي حكومت په مرسته د كچهي كېنال منصوبه زر بشپړول ضروري ده۔ صدر مملکت آصف علي زرداري

image

اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د بلوچستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د منصوبو زر تر زره په ترسره كولو زور رواړلو سره وئيلي دي د بلوچستان د اوبو ضرورتونه ترسره كول٬ د كر كېلې ودې او غذائي تحفظ لپاره د وفاقي حكومت په مرسته د كچهي كېنال منصوبه زر بشپرول ضروري ده، صوبائي حکومت دې د بلوچستان پرمختګ او اولسي خوشحالۍ لپاره موثر ګامونه واخلي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر آصف علي زرداري دا خبره د بلوچستان وزيراعلي مير سرفراز بګټي سره وكړه چا چې دوي سره په ايوان صدر كښې ملاقات وكرو ۔ وزيراعليٰ صدر مملکت د صوبې د مجموعي او د امن او امان صورتحال نه هم خبر كړو٬ ده صدر ته د اولس خېرښګړې لپاره په صوبه كښې په روانو پرمختيائي منصوبو بريفنګ وركړو۔ دغسې صدر مملکت په صوبه كښې په روانو منصوبو او امن او امان لپاره د صوبائي حكومت په اقدامات د اطمينان څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں