د پاکستان پرمختګ لپاره د بلوچستان پرمختګ مهم دے، د بلوچستان څخه د محرومۍ احساس لرې كول او پرمختګ وركول زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔وزيراعظم محمد شهبازشريف

image

کوئټه 08 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف د پاکستان پرمختګ لپاره د بلوچستان پرمختګ ضروري ګرځولو سره وئيلي دي د بلوچستان څخه د محرومۍ احساس لرې كول او د صوبې په پرمختګ كښې كردار ترسره كول زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ دانش اسکولونو له بلوچستان كښې د ډويژن په كچه پراختيا وركولو له لوظي يو،كه د بلوچستان ځوانان اعلي تعليم يافته وي نو دوي به د هېواد او صوبې په پرمختګ كښې كردار ترسره كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د بلوچستان کابينې غونډې ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د بلوچستان ګورنر شيخ جعفرخان مندوخيل ، وزيراعليٰ ميرسرفراز احمد بګټي ،وفاقي وزيران او صوبائي کابينې غړي موجود وو۔وزيراعظم شهبازشريف ووئيل زه د بلوچستان حکومت جوړيدو نه پس په وړومبي ځل کوئټه ته راغلے يم ،د بلوچستان ګورنر،وزيراعليٰ او د کابينې پشمول اولس له مباركي وركوم ٬ زه باور لرم چې د بلوچستان وزيراعليٰ په مشرۍ كښې به صوبائي حکومت د صوبې د اولس خذمت وكړي او په بلوچستان کښې به پرمختګ او سوكالي راشي، ده ووئېل ګورنر يو زيرك سياستمدار دے،هيله لرم چې هغه به خپله آئيني ذمه واري په ښه ډول ترسره كړي،ده ووئيل بلوچستان مهمه صوبه ده دلته د آبادو بلوڅو ،پښتون آباد کارو پشمول مينه لرونكې ښكلې خلق ژوند كوي ،دا صوبه د پاکستان تر ټولو ښكلي سيمه ده، د بده مرغه د پرمختګ په زغل كښې ورستو پاتې شوې۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا ،بلوچستان ،سندھ او د پنجاب اولس پشمول پاك پوځ ،پوليس او نورو ادارو لوئې قربانۍ وركړي۔ زرعي ټيوب ويلز په شمسي توان منتقل كولو په اړه ده ووئيل زما قائد محمد نوازشريف په مشرۍ كښې مخلوط حکومت يوه پريكړه كړې د كومې به چې مثبت نتيجې رامخې ته شي،د بجلۍ سبسډي باب ختمولو سره به 28 زره ټيوب ويلز په سولر منتقل کولې شي۔كه ټيوب ويلز په سولر وچلېږي نو آرزانه بجلي به كروندګرو ته ترلاسه شي۔د بلوچستان وزيراعليٰ لوظ كړے چې 28 زره ټيوب ويلونه به په درېو مياشتو كښې په شمسي توان منتقل كړے شي۔ ده ووئېل وزيراعليٰ پخپله يو ښه ايډمنسټريټر دے۔دې پروژې سره به د بجلۍ د غلا خاتمه وشي،منصوبې لپاره د توان وفاقي وزير سرداراويس لغاري ، د خزاني وفاقي وزير اورنګزيب ، د قانون وزير اعظم نذير تارړ ، د صنعت وفاقي وزير جام کمال ، د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ ، د توان سيکرټري،د خزاني سيکرټري او په خاص توګه د بلوچستان وزيراعليٰ ميرسرفرازبګټي او د نورو هڅې د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل ډير خوشحاله شوم چې د بلوچستان وزيراعليٰ د منصوبې فالو اپ کړے۔ده ووئيل ټول هېواد كښې په تيلو چليدونكې 10لکهه ټيوب ويلونه موجود دي په كوم چې د كال 3.5 اربه ډالره خرڅ كېږي،مونږ له به په ګډه د يو بزنس ماډل ترمخه د صوبو سره په ګډه كار كول وي۔دغسې صوبو سره به ډير زر په ګډه يو ماډل جوړ كړے شي ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ په قرضو كښې راګېر شوي يو، وفاق او صوبې به په ګډه د اولس ښه والې له كار كوي ٬ دا به زمونږ نوې نسلونه ياد ساتي او كه وخت مو چرې ضائع کړو نو زمونږ نوې نسلونه به مونږ ونه بخښې۔وزيراعظم ووئيل وفاق سږ كال په بلوچستان كښې دانش سکولونو جوړولو لپاره بجټ بيل كړو ،پاتې صوبې زيات وسائل لري دغسې بلوچستان په جغرافيائي اعتبار سره ډېره زمكه لري،د دغسې مزل لپاره وسائل ته اړتيا ده او د وفاق د اړخه د دانش سکولونو منصوبه د بلوچستان لپاره پېل كول دي، دغس ېوزيراعظم د بلوچستان حکومت ته د صوبې د ټولو مسئلو حل كولو باور وركړو ۔ ده ووئيل د صوبې د ټولو مسئلو به په ګډه حل راوېستلے شي۔ بلوچستان څخه د محرومۍ احساس لرې كول او د صوبې په پرمختګ كښې كردار ترسره كول زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ ده ووئيل وفاق به د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره د صوبائي حکومت سره په ګډه كار كوي،چين ته په سرکاري وظيفو د زرعي څانګې پيشه وره تربيې لپاره لېږلې كيدونكو زدكوونكو كښې د بلوچستان 10 فيصده زياته کوټه بېله كرې شوې ،په چين كښې د هواوے ترمخه درې لكهه پاکستانو ځوانانو له د انفارمېشن ټيکنالوجي په څانګه كښې هم د بلوچستان زدكوونكو له 10 فيصده اضافي کوټه اېښودلې شوې۔ ده ووئېل د بلوچستان ځوانان كه اعلي تعليم يافته وي نو د صوبې او هېواد په پرمختګ كښې به خپل كردار ترسره كړې،ده ووئيل آئي اېم اېف ته رجوع كول زمونږ مجبوري ده،،كه مونږ خپل وسائل ونه كاروو نو مسئلې نه حل كېږي،دغسې په دې مياشت كښې د آئي اېم اېف پروګرام لپاره اپروچ کول دي، آئي اېم اېف پروګرام ختمولو ته اړټيا ده او دا ناممکن نه ده۔ ده ووئېل د مشکل دزر څخه په تيريدو لوئي قامونه جوړيږي، جاپان ،چين او د نورو مثالونه زموڼږ په وړاندې دي ۔ ده ووئيل هغه دور به راشي چې مونږ به د پرمختګ پلو روان شو، اسلام آباد كښې د اولس لپاره يوه منصوبه جوړه شوې چې پكښې به اولس له ريليف وركولې شي۔ده ووئيل كله چې زمونږ په تير دور كښې زه وزيراعظم ووم نو ګوادر د مې زياتې دورې كړې وې ٬ اوس هم زمونږ حکومت چې راغلو نو معلومه شوه چې سېف سټي والا منصوبه بند کړې شوې ۔ګوادر به يو لوئي ښه کمرشل بندر ځاے جوړيږي۔ چين په ګوادر كښې د هوائي ميدان ،روغتون منصوبې پېل كوي ۔د ترهه ګرۍ پېښو په اړه ده ووئيل كوم دښمن چې د چين په ضد كار كوي هغه د بلوچستان ،پاکستان او زموڼږ د ټولو دښمن دے، هغه مونږ ټول پيژنو،په ګډه به دغه ناسور ختمولې شي۔ده ووئيل د اربونو ډالره سرمايه کاري به راشي د دې ګټه به ټولو ته ورسي او تر ټولو زياته ګټه به بلوچستان ته ورسي،د بلوچستان وزيراعليٰ او نورو ادارو سره خبرې اترې كېږي كومې مسئلې چې دشته هغه به په ګډه حل كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں