اوسنې حكومت پاكستان فلاحي رياست جوړول غواړي۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي

image

ملتان 17 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې زمونږ د خوږ نبي ﴿ص﴾ هر يو صفت د عروج په اعلٰي درجه دے٬ اوسنې حكومت پاكستان فلاحي رياست جوړول غواړي۔ ده دا خبرې سيرت كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ خارجه وزير ووئيل چې حضرت محمد ﴿ص﴾ يو فلاحي او رفاهي رياست جوړ كړے و٬ هغه نظام نن په اروپا او ټوله نړۍ كښې د فلاحي رياست په نوم وړاندې كولې شي او اوسنې حكومت د رياست مدينه په حواله د داسې فلاحي رياست جوړولو هڅې كوي۔ ده ووئيل چې صحت انصاف كارډ او احساس پروګرام د فلاحي رياست په پلو پرمختګ دے۔ په كنفرنس كښې په لويه شمېره خلقو ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں