اسلام آباد 30 اګست(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي په بلوچستان كښې كوم عمليات نه كېږي٬ د اګست 26مې نيټې پېښه معمولي پېښه نه ده٬ مونږ ته معلومه ده چې د دې وروستو څوك دي٬دا د اېس سي او مشرانو كنفرنس ته د زيان رسولو هڅه ده ٬ چې كوم خلق رياست تسليموي هغوي به په سر سترګو قبلوو خو چې څوك رياست نه مني او ټوپك راخلي هغه ترهه ګري دي٬مونږ به د هغوي بندوبست كوو۔د جمعې په ورځ په سېنېټ كښې د بلوچستان په صورتحال د بېلو غړو په ځواب كښې داخله وزير ووئېل په نېشنل ايكشن پلان عملدرآمد لپاره چې كومې پريكړې شوي وې ايپكس كمېټي د هغې جائزه اخلي او صوبو او اړوندو ادارو سره كوآرډينېشن كوي٬پارليمنټ سپريم دے او سپريم به وي په دې كښې هېڅ چاله شك نه دې پكار۔ده ووئيل په بلوچستان كښې كوم عمليات نه كېږي٬پرون وزيراعظم په كوئټه كښې موجود ؤ ٬ سټيك هولډرز سره د هغه ملاقات شوے او د هغوي څخه يې رائے هم اخستې ده ۔ده ووئيل چې كوم خلق رياست تسليموي هغوي به په سر سترګو قبلوو خو چې څوك رياست نه مني او ټوپك راخلي هغه ترهه ګري دي٬مونږ به د هغوي بندوبست كوو٬ مونږ ټولو له د هغو په ضد رايوځاې كېدل پكار دي چې څوك د رياست په ضد ځي٬د هغوي په ضد به مونږ ټول يو موټے يو۔داخله وزير ووئيل چې تر څو چې د بلوچستان د مسئلې خبره ده ٬وزيراعظم سي ټي ډي لپاره 5 اربه روپۍ بېلې كړي٬د هر ډويژن لپاره يو يو ارب روپۍ جلا مختص كړې شوي كومې چې د ځايې اېم پي اے٬اېم اېن ايز سره په ګډه د خلقو ځايې مسئلې حل كولې شي۔داخله وزير ووئيل ما وړاندې هم د بلوچستان دوره كړې٬ګڼ شمېر پريكړې شوي ٬ د وړو وړو مسئلو مونږ د حل كولو هڅه كړې ۔د اګست په 26مه نېټه چې كومه پېښه شوې٬دا معمولې پېښه نه ده٬د دې باقاعده منصوبه بندي شوې٬ترهه ګرو تنظيمونو په ګډه دا ترهه ګري كړې ده ۔