اسلام آباد 22 اګست (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقداماتو وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي چې د هارورډ په څير پوهنتونونه د سباؤن د لارښودو درك لګوي٬ تاسو ټول د پاكستان د روښانه سباؤن ستوري يۍ٬په پاكستان كښې د پبلك سيكټر دروازے ستاسو پشان ذهين ځوانانو لپاره تل پرانستې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په هارورډ يونيورسټي كښې د اېم بي اے پروګرام پاكستاني طالبعلمانو پلاوي سره په ملاقات كښې وكړه۔ د سوشل سيكټر غړي رفيع الله كاكړ لخوا د وزارت چارو په اړه بريفنګ وركړے شو۔وفاقي وزير احسن اقبال زده كوؤنكو ته د خپل سياسي كيريئر په اړه ووئيل۔وفاقي وزير ووئيل چې زه په كال 1983 كښې د پیېسلوینیا پوهنتون بزنس سكول ته دې عزم سره تلے ووم چې يوه ورځ به د پاكستان اولس لپاره كار وكړم٬ په كال 1993 كښې د قومي اسمبلۍ غړې وټاكلے شوم ٬ د پاكستان لپاره مې خپل خوبونه په حقيقت كښې بدلول پېل كړل۔ احسن اقبال ووئيل چې هېواد لپاره مې زياته خواري وكړه او د اولس ګټو لپاره مې پالېسۍ جوړې كړې٬ په كال 1998 كښې مې وړومبۍ آئي ټي پالېسي جوړه كړه٬ اوورسيز سكالرشپ سكيم مې پېل كړو٬ په كال 2013 كښې د مسلم ليګ حكومت سي پيك پېل كړو٬د سي پیك په نتيجه كښې د بنيادي انفراسټركچر٬د سترو لارو تعمير او د توان ګڼ شمېر پروژې بشپړ شوې۔احسن اقبال ووئيل چې ستاسو په څير د ذهينو ځوانانو په لاسو كښې د هېواد واګې دي۔ زده كوؤنكو ووئيل چې د منصوبه بندۍ وزارت سره اړوندو چارو ٬ مهمو اقداماتو او پرمختيائي عمل څخه خبرې سره مو په علم كښې اضافه وشوه۔