اسلام آباد۔6 ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره د ګلګت بلتستان اعلی وزير خالد خورشيد د ګل په ورځ ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د سېلګرۍ په وده او د ښارونو په منصوبه بندۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال د ګلګت بلتستان اعلی وزير په مجموعي توګه د انفراسټركچر صورتحال او بحالۍ په اړه وزيراعظم خبر كړو۔ د ګلګت بلتستان په پرمختيائي پېكج هم خبرې وشوې۔ په خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل چې ګلګت كښې د سېلګري وده به صوبه كښې د سوكالۍ سبب وګرځي۔