زياتره افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کړی٬ غذائي تحفظ ته بايد پام وګرځولے شي۔ پوهان

image

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) افغانستان كښې د بشري بحران او د غذائي عدم تحفظ صورتحال نه بچ كېدو لپاره به نړيوالې ورورولۍ له فعاله كردار ترسره كول وي۔ جنګ ځپلې هېواد كښې لويه مسئله دا وخت زيات غربت او د روزګار د موقعو نشتوالې دې٬ دا صورتحال د پاملرنې تقاضا كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو پوهانو د جمعې په ورځ تل پاتې پرمختګ لپاره د پاليسي ادارې (اېس ډي پي آئي) تر سېوري لاندې د “امريكې د انخلاء نه پس په افغانستان كښې بشري صورتحال” په سرخط وېبينار ته خپله وېنا كښې وكړه۔ پاكستان كښې كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې نائب نمائنده ټېمي شارپ ووئيل پاکستان د كډوالو هركلي كولو پحقله عمر له د قدر وړ كردار لوبولې٬ په موجوده صورتحال كښې دې ته كتل به ډېر اهم وي چې طالبان به په هېواد كښې امن څنګه باوري كوي او د بشري حقونو پحقله كومه رويه خپلوي۔ ده ووئيل زمونږ اداره په صورتحال ژور نظر ساتي او نړيوالې ورورولۍ سره به په ګډه ضروري اقدامات كولې شي۔ نوموړي تجزيه كار او خبريال زاهد حسېن ووئيل د طالبانو طرز حكومت ته د پام ګرځولو نه زيات اهم دا مهال په افغانستان كښې غربت او د روزګار د موقعو نشتوالې دې۔ ده ووئيل د هېواد 70 فيصده آبادي د غربت د كرښې نه لاندې ژوند كوي٬ دې لپاره نړيوالې ورورولۍ له به د صورتحال بهترۍ لپاره كردار لوبول وي۔ د اېس ډي پي آئي اېګزيکټو ډائريکټر ډاکټر عابد قيوم سلهري ووئيل په موجوده حالاتو كښې يوازې جذبات نه بلكې حقائق هم مخې ته كېښودل ضروري دي۔ ده ووئيل افغانستان كښې د كرونا په صورتحال شمېرې ترلاسه نه دي او د غذائي تحفظ په مسئله جدي خبرې شوې دي٬ مونږ له به د افغانانو مرستې لپاره د دې پوښتنو ځوابونه لټول وي۔ خارجه چارو لپاره پارلماني سېكترې عندليب عباس ووئيل د طالبانو لخوا په سوله ايز ډول د هېواد انتظام سنبهالول تر اوسه يوه خوشيبنه خبره ده٬ خو نړيوالې ورورولۍ له به رامخې ته كېدو سره د افغانانو مرسته كول وي دغسې چې د هېواد بيا رغونه وكړې شي۔ سينئر تجزيه کار بريګيډير (ر) محمود شاه ووئيل بايد په افغانستان كښې وسيع البنياد حکومت جوړ شي او دا يوه خوشبينه خبره ده چې طالبان د بشري حقونو او د مېرمنو د حقونو په احترام آماده شوې دي۔ ده ووئيل په افغانستان كښې داسې حالات پېدا كولو زيات ضروري دې چې ورسره د بېلا بېلو څانګو پوهان هېواد پرېښودو نه ډډه وكړي

مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں