اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د افغانستان په اړه د كوټلي تګلاري خپلولو خوښي لرو٬خوشحاله شوې يم چې د پاكستان اقداماتو ته په مثبت توګه كتلې كيږي۔د شورو په ورځ په پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل چې نن د سېنېټ د خارجه چارو كمېټۍ په غونډه كښې د افغانستان په تراوسه صورتحال غړي په اعتماد كښې اخستلې شوي٬ما په كمېټۍ كښې د موجود غړو د پوښتنو ځوابونه هم وركړي۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې د موجوده پارلمان ټولو ګوندونو د پاكستان كردار ستائېلې۔خارجه وزير ووئيل چې ما د خپلو اوسنو څلورو هېوادونو دورو او هلته د مشرتابو سره د ملاقاتونو په اړه خپل تجزيه وړاندې كړې او د كمېټۍ غړو ته وئېلي چې د افغانستان په اړه كوټلي تګلاري خپلولو خوښي لرو۔خوشحاله شوې يم چې د پاكستان اقداماتو ته په مثبت توګه كتلې كيږي