افغانستان څخه د امريكې او اتحادي عسكرو د وتلو عمل بشپړ شو٬سفارتي آپرېشنز قطر ته منتقل شوي ٬د كابل په هوائي مېدان د خوشحالۍ ماحول٬د جوماتونو لاؤډسپيكرز څخه د الله اكبر غږونه٬طالبانو افغانانو له مباركې وركړه

image

كابل 31 اګست (اے پي پي)د افغانستان څخه د امريكې عسكرو د ستندېو عمل د نهې په شپه بشپړ شوے۔د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد 20 كاله پس د امريكائي عسكرو په انخلا افغانانو له مباركي وركړې٬امريكې په افغانستان كښې خپل سفارتي آپرېشنز معطل كولو نه پس قطر ته منتقل كړي٬په دې موقع د كابل په هوائي مېدان د خوشحالۍ ماحول ؤ ٬د هوائي مېدان څخه د امريكائې آخري پرواز په تللود طالبانو د شكر ادا كولو د سجدې يو وېډيو هم په سوشل مېډيا وائرل شوې۔د كابل په هوائي مېدان د نهې په سهار د طالبانو خصوصي فورسز تعينات كړے شوي ٬مېډيا راپور له مخې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئېلي دي مونږ د امريكې او نړۍ سره ښېاړيكې غواړو٬مونږ د ټولو سره ښو سفارتي اړيكو ته سترګې په لار يو ٬د فرانس خبري اژانس له مخې ده د نهې په ورځ د كابل هوائي مېدان په رن وے په خپلو خبرو كښې افغانانو له مباركي وركړه۔د افغانستان څخه شل كاله پس د امريكائي عسكرو په وتلو افغانانو له مباركي وركولو سره ده ووئيل د دې ټولې كاميابۍ كرېډېټ طالبانو او افغانانو ته ترلاسه دے۔د فرانس خبري اژانس رپورټ له مخې ده د افغانستان پايه تخت كابل هوائي مېدان څخه د امريكې آخري پروازې روانېدو نه څو ساعته پس په رن وے په خپلو خبرو كښې ووئيل په افغانستان كښې د امريكا ماتې د ټولې نړۍ لپاره سبق دے٬د چين خبري اژانس له مخې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نهې په ورځ د كابل په هوائي مېدان مېډيا ته ووئيل د هوائي مېدان امنيت باوري كولو لپاره د طالبانو بدري سپېشل فورسز تعينات كړے شوے او مونږ د هوائي مېدان امنيت لپاره چمتو يو٬ډېر زر به فلائټ آپرېشنز بحال شي۔د انخلا په مهال د امريكائي عسكرو د كنټرول له امله د كابل په هوائي مېدان ستونزو سره مخ يو٬دا ټيكنيكل مسئله ده خو ډېر زر به حل كړې شي او هڅې كوو چې كمرشل پروازونه به هم زر تر زره بحال شي۔ده ووئيل د امريكې او اتحادي عسكرو د انخلا نه پس افغانستان په بشپړه توكه آزاد شوے كومه چې د ټولو لپاره د خوشحالۍ خبره ده۔ده ووئيل طالبان د امريكې پشمول د ټولو ګاونډيانو سره اقتصادي او تجارتي اړيكو له خوښي لري او ټول هېوادونه د افغانستان سره ښې اړيكې جوړولې شي۔ ده ووئيل زمونږ كاميابي د افغانستان مجاهدينو د استقامت او د صبر نتيجه ده٬د كابل په هوائي مېدان طالبانو ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل په دې كاميابۍ زه تاسو او افغانانو له مباركي دركوم ډېر زر به افغانستان په صحيح معنو كښې آزاد هېواد جوړ شي او پرمختګ به وكړي۔ده ووئيل په افغانستان كښې به بشپړه اسلامي نظام جوړولې شي۔وياند طالبان مخاكب كړل چې تاسو د قام خادمان يې او د اولس سره ښه سلوك وكړې٬ هغوي سره سختي مه كوۍ دغسې چې افغانان په سكون وي ځكه چې شل كاله زمونږ قام ډېرې سختې زغملي۔د افغانستان پايه تخت هوائي مېدان څخه د هوائي عسكرو د انخلا په بشپړېدو او د آخري پرواز تللو نه پس طالبانو د شكر ادا كولو د سجدې يوه وېډيو هم په سوشل مېډيا وائرل شوې۔په وېډيو كښې لدلے كېږي چې د كابل د هوائي مېدان څخه د امريكې آخري پرواز ټيك اف نه پس طالبانو د شكر سجده ادا كوله او يو بل له يې مباركي وركوله۔په دې موقع د كابل د جوماتونو څخه د طالبانو د بريا او دامريكې د ماتې اعلاناتو سره سره د الله اكبر غږونه پورته شوي٬د كومو چې وګړو په ښه ډول ځواب وركړے۔د افغانستان څخه د امريكې عسكرو او عملې وتلو عمل بشپړ شوے۔د نهې په شپه د امريكې الوتكه كښې 82م ايئر بورن ډويژن كمانډر جنرل كرس ډونا هو او سفير راس ولسن هم شامل وؤ۔ خپل يو بيان كښې د امريكې سنټرل كمانډمشر ميككنزيميډيا ته ووئيل افغانستان څخه د انخلا عمل بشپړ شوے ٬ دغسې كابل څخه روان شوي آخري پرواز كښې 82م ايئر بورن ډويژن كمانډر كرس ډونا هو او د امريكې سفير راس ولسن هم موجود وؤ۔ده ووئيل دا د افغانستان څخه په فضائيلاره بيرته راتلونكے د امريكائې رياست او د دفاعيډليآخري كسان وؤ۔د افغان طالبانو مذکراتي ډلي غړي او نړيوالي ميډيا لپاره وياند سهیل شاهین وئيلي دي د نهې په شپه د امریکې آخري پوځي د افغانستان څخه ستون شوے٬ دې نه پس زمونږ هېواد په بشپره توګه آزاد شوے ٬ په دې مونږ د لوي څښتن شكر كوو او ټولو افغانانو له مباركي وركوو۔سهیل شاهین ووئيل د طالبانو پولیټکل آفس دوهم مشر شیر محمد عباس ستانکزئيپه دوحه كښې افغانستان لپاره د كاناډا مندوب ډيوډ ولیم سپراؤل سره ملاقات كړے چې پكښې د افغانستان په صورتحال او د کابل هوائي ميدان په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔سهیل شاهین ووئيل د نړيوالېانرجی ایجنسۍ پلاوي سره هم ملاقات شوے چې پكښې په بيلو چارو د ایجنسۍ موقف او د پالیسۍ وضاحت شوے ۔د طالبانو سېكورټي انچارج او سينئر لارښود احمد الله واثق وئېلي ديطالبانو د امریکائي عسكرو انخلا آخری پرواز روانيدو نه پس د کابل په هوائي ميدان د نهي په ورځ خصوصی فورسز تعینات کړي او د كابل هوائي ميدان څخه به ډير زر کمرشل پروازونه پيل شي د كومو لپاره چې هڅي رواني دي۔ د طالبانو وياند ذبیح اللہ مجاهد ووئيل د هوائي ميدان امنيت باوري كولو لپاره هلته د طالبانو بدری سپیشل فورسز تعینات کړے شوي او مونږ د هوائي ميدان امنيت لپاره چمتو يو ، هر يو څيز به ډير زر د معمول ترمخه كړے شي۔ ده ووئېل د انخلا په مهال د امریکائي عسكرو کنټرول له امله د کابل په هوائي ميدان ستونزو سره مخ و ؤ، دا د ټيكنالوجي مسئله ده ډير زر به حل کړے شي او کمرشل پروازونه به هم ډير زر بحال شي۔ده ووئيل د امريكې او اتحادي عسكرو د انخلا نه پس افغانستان په بشپړه توګه آزاد شوے ۔ذبيح الله مجاهد ووئيل طالبان د امريكې پشمول ټولو هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي اړيكو له خوښي لري او ټول هېوادونه د افغانستان سره ښې اړيكې جوړولې شي۔ده ووئيل زمونږ كاميابي د افغان مجاهدينو استقامت او همت نتيجه ده۔د كابل په هوائي مېدان طالبانو ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل په دې كاميابۍ زه طالبانو او افغانانو له مباركي وركوم۔ده ووئيل په افغانستان كښې به بشپړ اسلامي نظام راوستلے شي٬طالبانو مخاطب كولو كښې ده ووئيل تاسو د قام خادمان يې او د اولس سره ښه سلوك وكړې٬ دغسې چې افغانان په سكون وي۔د طالبانو امنيتي انچارج او سينئر لارښود احمد الله واثق ووئيل د امريكې د افغانستان څخه وتل يوه لويه كاميابي ده٬ده د افغانستان څخه د امريكې انخلا نه پس په ټوېټر په خپل پېغام كښې وئېلي دي ټولو افغانانو له مباركي وركوم او په دې لويه كاميابۍ مونږ وياړ لرو۔ده ووئيل د هوائي مېدان امنيت به باوري كولې شي۔ده ووئيل ډېر زر به فلائټ آپرېشنز بحال شي۔د چين مېډيا سره په خپله مركه كښې ده ووئيل د كابل په هوائي مېدان د طالبانو كمانډوز تعينات كړے شوي كوم به چې په سباؤن كښې د هوائي مېدان د امنيت ذمه وار وي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں