صوبې دې د لوبو بحالۍ او ځوانانو ته د لوبو آسانۍ وركولو پلو خپل پام وګرځوي۔ وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد۔28اګست (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان په ټولو صوبو زور راوړے دے چې هغه دې د لوبو بحالۍ او ځوانانو ته د لوبو آسانۍ وركولو پلو خپل پام وګرځوي۔ پاكستان كښې د كركټ لوبې ودې له د احسان ماني هڅې د ستائنې وړ دي۔ د خالي په ورځ په ټويټر جاري كړې شويو ټويټس كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د پنجاب په سكولونو كښې د كركټ بيا بحالۍ له په خاص توګه د سېنټرل پنجاب كركټ اېسوسي اېشن هڅو جاج اخستو سره ماته خوشحالي شوې ده۔ ګرد پنجاب كښې 870 سكول او 231 كالج ګراؤنډز او 355 د لوبو مېدانونه تيار كړې شوي دي۔ وزيراعظم عمران خان په ټولو صوبو زور راوړو چې هغه دې د لوبو بحالۍ او ځوانانو ته د لوبو آسانۍ وركولو پلو خپل پام وګرځوي۔ وزیراعظم د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن په توګه په خپله درې كلنه موده كښې پاكستان كښې د كركټ ودې له د احسان ماني د هڅو ستائنه كولو سره د هغه مننه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل په هېواد كښې په اولني ځل د سيمه ايز ډومېسټك كركټ فرېم ورك جوړولو او هېواد كښې د نړيوال كركټ بېرته راوستلو كښې د احسان ماني د كردار اعتراف كوؤ

مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں