وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود خواجه آصف په ضد د استحقاق تحريك جمع كړو

image

اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري د اسمبلې په فلور په غلط بيانې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود خواجه آصف په ضد د استحقاق تحريك جمع كړو۔ د قومي اسمبلۍ په سېكرټرېټ كښې په جمع كړې شوي د استحقاق په تحريك كښې وئيلي شوي دي چې خواجه محمد آصف د ايوان په فلور غلط بياني كړې٬ بايد په دې معامله په ايوان كښې په سمدستي توګه بحث وكړے شي او لا كارروائي لپاره دې استحقاق كمېټې ته ولېږل شي۔ ده ووئيل چې خواجه آصف د حكومتي استازو بيان په غلط ډول وړاندې كړے٬ په عدالتي پرېكړه كښې دي چې د نواز شريف په ضمانت حكومت كوم اعتراض نه لري۔ وفاقي او صوبائي حكومتونو د نواز شريف په ضمانت كوم اعتراض نه لرلو۔ استحقاق په تحريك كښې وئيلي شوي دي چې خواجه آصف په خپله وېنا كښې نواز شريف دې مرګ ته پرېښودل شي٬ پشان جملې منسوب كړې دي۔

مضمون کا ماخذ : números quina hoje
متعلقہ مضامین
مزید خبریں