وزيراعظم كابينه د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره د كشمير په اړه د خپلو خبرو څخه خبر كړه

image
APP42-20 ISLAMABAD: August 20 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan addressing a press conference. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت د واك اختيار سنبهالولو نه پس د هېواد كمزورے معيشت قوي كولو له هڅې پېل كړي٬تېر كال د پاكستان استحكام كال ؤ ة دغسې سږ كال به د پاكستان د رغونې كال وي٬كشمير د پاكستان دفاعي حصار دے٬مېډيا دې د هندي ظلمونو په ضد د غږ پورته كولو لړۍ روانه اوساتي٬د مظلومو كشميريانو جنګ په نړيوال فورمز په ښه ډول د كولو پريكړه شوې٬وزيراعظم كابينه د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره د كشمير په اړه د خپلو خبرو څخه خبر كړی٬د دفاعي پالېسو تسلسل لپاره سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د ملازمت موده پراخه كړې شوې ٬وفاقي كابينې د پاك ترك ستراتېژېكي اكنامك فريم ورك او په لړ لګښت د كورونو جوړولو منصوبې لپاره د پنځه اربه روپو قرض وركولو٬ د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجي بورډ٬د كورونو تشدد څخه د تحفظ او مخ نيوي بل منظوري وركړی ده ٬كرسچن ميرج او طلاق بل 2019 اصولي منظوري هم وركړی شوې او د مواصلات وزير كابينې ته د خپل وزارت كاركردګۍ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې۔د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس د نهې په ورځ پي آئي ډي كښې مېډيا ته د بريفنګ په مهال ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د كابينې په غونډه كښې په 13 نكاتي ايجنډا غور شوے٬بېلو وزيرانو د اولسي حاجتونو په اړه اقدامات كابينې ته وړاندې كړي۔دې ووئيل وزيراعظم عمران خان په تېره غونډه كښې دا سپارښتنه كړی وه چې هر وزارت به د اولسي ښېګړی لپاره عملي اقدامات كابينې ته وړاندې كړې۔دې ووئيل د هغې په رڼا كښې د غونډې په مهال تر ټولو اول د اولسي ښېګړی په اړه په اقداماتو بحث اوشو۔خاص مرستيالې ووئيل د كابينې غړو د اړخه د اولسي ګټی په اړه د تجاويز جاج واخستلې شو۔دې ووئيل د موسمي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل په غرئيزو سيمو كښې د ماحولياتي تحفظ لپاره په نمر د چلېدونكي سولر چولهې معارفي كولو تجويز وړاندې كړو٬په دې وزيراعظم اړوند وزارت ته دې تصور ته د عملي شكل وركولو سپارښتنه وكړه۔دې ووئيل د وزيراعظم په سيټزن پورټل او وزيراعظم شكايات سېل به د يو بل سره معلومات شيئر كولې شي۔دې ووئيل د توان وزير په خپل وزارت كښې د 120 اربه روپو رېكارډ بچت څخه كابينه خبر كړه۔كابينې ته د ګاز او برېښنا په څانګه كښې د اي ميټرز نفاذ په اړه هم ووئېل شول ۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئېل د كشمير چارو وزير د سېلګرۍ ودې په اړه په اقداماتو رڼا واچوله۔سېلګرۍ سيمو كښې ځايې كسانو له د تفريحي ځايونو يوې كوټې جوړولو لپاره به معاونت كولې شي۔دې اقدام سره به ځايې كسانو ته اضافي آمدن او سېلګرو ته ارزانه استوګنه ترلاسه شي۔د بين الصوبائي رابطو وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا كابينه د لوبو ودې په اړه اقداماتو څخه خبر كړه۔خاص مرستيالې ووئيل ګرانۍ او بې روزګاري لويې چېلنجونه دي ٬ د كومو مخ نيوي ته چې اړتيا ده٬ دې ووئېل نيغ په نيغه غېر ملكي سرمايه كاري زياته شوې۔په دې لړ كښې د سمندر پورې غاړه پاكستانيانو مرستې ته اړتيا ده۔دې ووئيل د روزګار زياتولو لپاره د كارخانو جوړولو او هغې ته ودې وركولو ته اړتيا ده۔وزيراعظم بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره د ون ونډو آپرېشن سپارښتنه كړی۔دې ووئيل كابينې د پاك ترك ستراتېژېكي اكنامك فريم ورك منظوري هم وركړی۔د فريم ورك ترمخه به 9 وركننګ ډلې جوړولې شي كومې به چې په 71 نكاتو د پېشرفت تګلاره جوړوي۔ خاص مرستيالې ووئېل كابينې د كم لګښټ كورونو منصوبې لپاره د 5 اربه روپو قرضې وركولو منظوري هم وركړی۔د كورونو لپاره به د سود نه غېر قرض

مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں