د ډاكټر ظفرمرزا د ډي سي پي تهري پیكج مشر ډاكټر علاﺀ علوان سر ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 06 جنوری(اے پی پی)د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفرمرزا وئېلي دي په هېواد كښې د پوليو وائرس خاتمې لپاره بېړني اقدامات روان دي٬په 40 هائي رسك يونين كونسلو كښې به د روغتيا خاص پیكج هم وركولې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د روغتيا نړيوالې ادارې(ډبليو اېچ او) د ډي سي پي تهري پیكج مشر ډاكټر علاﺀ علوان سره د ملاقات په مهال كړې۔په ملاقات كښې پاكستان كښې د پوليو خاتمې لپاره د هڅو جاج واخستلې شو۔په دې موقع ډاكټر ظفرمرزا ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پوليو خاتمې لپاره پوخ عزم لرو او په دې لړ كښې بېړني اقدامات روان دي۔ده ووئيل په دسمبر كښې ترسره شوې كمپائن ډېر كامياب ؤ ۔د دې كمپائن پھ مهال 4 كروړه ماشومانو ته د پوليو څاڅكي وركړی شوي۔په دې موقع ډاكټر علاﺀ علوان ووئيل پاكستان په ډي سي پي تهري پیكج عمل كونكې وړومبې هېواد دے٬مونږ د پوليو خاتمې لپاره پاكستان سره اوږه په اږه ولاړ يو۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں