ميډيا د موجوده دور تقاضو سره سمولو له به د كار استعداد زياتول وي

image
APP58-03 ISLAMABAD: January 03 – Special Assistant to PM for Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan addressing to the participants at media training at Information Service Academy (MOIB). APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې موجوده حکومت ميډيا د رياست په باقاعده توګه ستن تسليم كړې ده٬ ميډيا دې د نورو ستنو احتساب سره سره د خود احتسابۍ عمل هم موثره كړي٬ ميډيا د حاضر دور تقاضو سره سمولو له به د كار استعداد زياتول وي۔ انفارمېشن سروسز اکيډمي دې د ګرد هېواد د پوهنتونونو د ماس كميونيكېشن زده كوٶنكي د خپل پلېټ فارم د قامي سلامتيا تحفظ اقداماتو سره پېوست كړي۔ دا خبرې دې د جمعې په ورځ انفارمېشن سروسز اکيډمۍ كښې د دوه ورځني ميډيا وركشاپ د پائې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكتره زاهده پروين، پي آئي او رائے طاهر حسن او د انفارميشن ګروپ سينئر افسر ظهور برلاس هم موجود ٶ۔ په دوه ورځني ميډيا وركشاپ كښې د څلورو واړو صوبو ٬ د ګلګت بلتستان د انفارمېشن افسران او د ميډيا هاٶسز نمائندګانو برخه واخسته۔ دستورې ته خپله وېنا كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل په جديد دور كښې د ميډيا اهميت زيات شوې دې٬ ميديا هر وخت مهم خبرونه خپروي٬ دې ووئيل د جديد تقاضو له مخې د ميډيا د كار استعداد كښې اضافه ضروري ده ٬ په پاکستان كښې د نجي ټي وي چېنلز شمېره منطقه كښې د نورو هېوادونو نه ډيره زياته ده۔ دې ووئيل پېمرا ټي وي چېنلز رېګولېټ كولو لپاره جوړه كړې شوې ده اوسنې دور د سوشل ميډيا دے۔ دې ووئيل د ميډيا څانګې زده كوٶنكي دې انفارمېشن سروس اكېډمۍ ته راوبللې شي او د قامي سلامتيا د حساسيت نه دې خبر كړې شي۔ دې ووئيل رېټنګ لپاره چېنلز په مهمو معاملو كښې د ګنګوسو او مبالغه آرائيو سهارا اخلي په دې معاملو كښې ذمه وارانه كردار ضروري دې او دې سره سره په ميډيا كښې د رېټنګ كلتور حوصله شكني پكار ده ۔ دې ووئيل د انفارمېشن سروسز اکېډمي ري سټرکچرنګ او دلته په باقاعده توګه د تربيې پروګرامونو لپاره به كال 21-2020 كښې فنډز بېلولې شي٬ دا اكېډمي يوازې د انفارمېشن ګروپ د افسرانو تربېي له ونه كارولې شي بلكې د ټولو پوهنتونونو د ماس كميونيكېشن څانګې زده كوٶنكو تربيې له دې هم وكارولې شي۔ ډاكتر

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں