د اېم كيو اېم موسس سياسي پناه لپاره هند ته درخواست سنجيده معامله ده ٬ په دې لړ كښې به جامع غبرګون زر جاري كړې شي

image

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل په سپينو ټكو واضح كړې چې د سياچين ګليشئر متنازعه سيمه ده، هند دا سلګرۍ لپاره نشي پرانستلې٬ د اېم كيو اېم موسس سياسي پناه لپاره هند ته درخواست سنجيده معامله ده ٬ په دې لړ كښې به جامع غبرګون زر جاري كړې شي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ووئيل هند د سياچين په سيمه د خېټې اچولو هڅې كوي او شخړيزه سيمه سېلګرۍ لپاره نشي پرانستلې كېدې۔ وياند ووئيل هند د سياچن پحقله د پرېكړې نه پاكستان نه دې خبر كړې۔ وياند په نيپال كښې د پاك آرمي د بې دركه (ر) كرنل حبيب طاهر په ټارچر سېل د قتل په اړه راپور رد كولو كښې ووئيل ډېته سرټيفکيټ زما د سترګو هم تېر شوې كوم چې ناسم دے٬ يقيناً دا د دښمن اېجنسو د پاكستان او د پاكستانو وګړو په ضد د سنسي خېز كمپائن برخه ده٬ د اېم كيو اېم موسئس الطاف حسين هند كښې د سياسي پناه خواهش پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل دا ډېر اندېښمنه معامله ده او په دې لړ كښې به ډېر زر جامع غبرګون جاري كړې شي۔ آزاد کشمير كښې د هندوانو د مقدسو ځايونو په پرانستلو د غور پحقله د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاكستان د اولس ترمېنځه رابطې زياتولو له چمتو دے خو د هند لخوا په شريكو چارو د مذاكراتو نه سرغوړونه بنيادي خنډ دے۔ وياند ووئيل هند د پنځم اګست د پرېكړې نه پس په دوه اړخيزه معاملو كار ګران او ناممکنه كړې خو پاكستان د نېك نيتۍ باوجود دا ډول منصوبې په يو اړخيزه توګه نه شي عملي كولې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند دا تاثر رد كړو چې پاکستان ګلګت بلتستان صوبه جوړولو لپاره هڅې كوي ۔ وياند ووئيل پاكستان تل خلقو ته په بنيادي حقونو وركولو زور رواړې ۔ وياند ووئيل د ګلګت بلتستان انساني پرمختګ په دې سوب نه شي ايسارولې چې هند د كشمير معامله هوارول نه غواري۔ وياند ووئيل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې استصواب رائے د كشمير مسئلې يوازې حل دے ۔ وياند ووئيل د ګلګت بلتستان اولس زمونږ زړونو ته ډېر نزدې دے او مونږ به دوي اختيار منده جوړولو لپاره ټولې ممكنه هڅې روانې ساتو۔ وياند ووئيل په مقبوضه کشمير كښې د خوراك او داروګانو د كمبوت له امله انساني بحران بد تر كېږي۔ وياند په نړيوالې ورورلۍ زور رواړو چې ھغوي دې د مقبوضه سيمې د سنګين صورتحال خبر واخلي۔ وياند ووئيل

مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں