د وزيراعظم عمران خان پھ كراچۍ كښې د وفاقي حكومت د اړخه د روانو پروژو پېشرفت په حقله د غونډې پھ مهال خبرې

image

كراچۍ 21 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان كراچۍ پیكج كښې شاملو پروژو باندې د كار تندولو سپارښتنې سره وئېلي دي له بده مرغه د كرپشن له امله د سندھ اولس د څښلو پاكو اوبو٬صحت او د تعليم غوندې بنيادي حاجتونو څخه محروم دے٬د كراچۍ وګړو ته پیښو ستونزو لرې كولو له وفاقي حكومت هر ډول هڅې كوي۔د ګل په ورځ د سندھ انفراسټركچر ډوېلپمنټ كمپني لېمتډ د اړخه پھ كراچۍ كښې د وفاقي حكومت لخوا په روانو پروژو د پېشرفت په اړه وزيراعظم ته بريفنګ وركړی شو۔په دې موقع د سندھ ګورنر عمران اسماعيل٬سناتور مظفر حسین شاہ، د قامی اسمبلۍ غړې غوث بخش مهر، د سندھ اسمبلۍ غړو سائرہ بانو، د قامی اسمبلۍ غړو علی نواز شاہ، عبدالرزاق، علی غلام، علی ګوهر خان مهر، عارف مصطفی جتوئی، حسنین علی مرزا، محمد رفیق، محمد راشد شاہ، محمد شهریار خان مهر، نند کمار ګوکھانی، نصرت سحر عباسی، شمس الدین، وریام فقیر او معظم عباسی هم موجود وو۔وزيراعظم د وفاق منصوبو پېشرفت په اړه خبر كړی شو۔وزيراعظم ووئيل د كراچۍ اولس ته د پیښو ستونزو لرې كولو له وفاقي حكومت هڅې كوي۔ده ووئيل كوم كار چې د صوبائي حكومت ذمه واري وه هغه هم وفاقي حكومت كوي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د كراچۍ په پېكج كښې شاملو منصوبو باندې كار ګړندې كړئ

مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں