پاك پوځ لېفټيننټ جنرل (ر) فېض حميد په پوځي تحويل كښې واغست٬ د پاكستان آرمي اېكټ په خلاف ورزۍ په يو شمېر واقيعات د فيلډ جنرل کورټ مارشل عمل پېل شو ٬ آئي اېس پي آر

image

پېنډۍ 12 اګست (اے پي پي) پاك پوځ لېفټيننټ جنرل (ر) فېض حميد په پوځي تحويل كښې اغستو سره د هغه په ضد د پاكستان آرمي اېكټ د خلاف ورزۍ په يو شمېر پېښو د فيلډ جنرل کورټ مارشل عمل پېل كړے۔ د آئي اېس پي آر له مخې د سپريم کورټ آف پاکستان په احکامات تعميل كولو سره پاك پوځ د ليفټيننټ جنرل (ر) فېض حميد په ضد په ټاپ سټي کېس كښې د راغلو شكايتونو د درستګۍ په درك لګېدو يوه تفصيلي کورټ آف انکوائري پېل كړې ۔ د ليفټيننټ جنرل (ر) فېض حميد په ضد د پاکستان آرمي ايکټ دفعات له مخې مناسب تاديبي کارروائي پېل كړې شوې د٬ د دې نه علاوه د ريټائرمنټ نه وروستو د پاکستان آرمي ايکټ د خلاف ورزۍ يو شمېر پېښې هم رامخې ته شوي٬ د فيلډ جنرل کورټ مارشل عمل پېل كړے شوے او ليفټيننټ جنرل (ر) فيض حميد په پوځي تحويل كښې اغستلے شوے

مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں