اسلام آباد۔7 اګست(اے پی پی) پی آئی اے كوئټې څخه جدې لپاره پروازونه پېل كړل۔ د پي آئي اے وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې اوونيز دوه پروازونه به كوئټې څخه نېغ په نېغه جدې ته روانيږي۔ دې پروازونو سره به په خاص توګه عمره زائرينو ته زياته آساني ترلاسه شي۔ جنرل منېجر سېلز محمد شفیق ووئيل د اولني پرواز پی کے 767 د لارې 141 كسان عمرې لپاره جدې ته روان شول٬ پي آئي اے به خپلو مسافرو ته نېغه په نېغه سفري آسانۍ وركولو له نور ګامونه هم پورته كوي۔ دې پروازونو سره به په سعودي عربستان كښې د روزګار په لړ كښې مېشته كسانو ته هم هېواد ته بېرته راتللو كښې نېغ په نېغه آساني ترلاسه شي۔ د اولني پرواز عمره زائرين د بلوچستان ګورنر شېخ جعفر مندوخېل ٬ جنرل مېنجر سېلز پی ائی اے محمد شفیق او د صوبائي اسمبلۍ غړو رخصت كړل۔ ګورنر ووئيل دې نېغ په نېغه پروازونو سره به د بلوچستان اولس ته سفري آسانۍ ترلاسه شي ٬ د دې آسانۍ باوري كولو لپاره د پي آئي اے انتظاميې هڅې د ستائنې وړ دي۔ په كوئټه ايئرپورټ راجوړې كړې شوې دستوره كښې د پي آئي اے كاميابۍ لپاره خصوصي دعاګانې وكړې شوې۔