پېښور 08 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د پېښور دورې په مهال په ګورنر هاٶس كښې د لوبو په مېدان كښې د هېواد نامه روښانه كوٶنكو نوموړو لوبغاړو سره په خاص توګه وليدل٬ په ملاقات كوونكو كښې د خېبر پښتونخوا سره تعلق لرونكے د سكواش پخوانے نړيوال چيمپئن جان شير خان، د تائيکوانډو ګولډ ميډلسټ مس ميمونه نصير بلوچ، د تائيکوانډو ګولډ ميډلسټ مس پاکيزه، د پاکستان والي بال ډلې کپتان مراد جهاں، لوبغاړي وليد خان ، ماؤ تھائي چيمپئن خان سفيد افريدي، غر سر كونكي، سنو بورډنګ چيمپئين ثمر خان، د سوات څخه تعلق لرونكې فوك سندرغاړي نظام تور ولي، ډيجيټل کريئټر وقار احمد ، سوات څخه تعلق لرونكې كلتوري سفير ابرار احمد، د پاکستان جوډو ورلډ چيمپئن عزيز الحق او د تائيکوانډو نيشنل کوچ نصير بلوچ ملاقات شامل وؤ ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې بلاول بھټو زرداري ووئيل د قامونو د لوبو مېدانونو آبادي د دوي په پرمختګ او خوشحالۍ كښې مهم كردار لوبوي۔ ده لوبغاړو سره يو په يو وليدل د دوي تپوس پوښتنه ئې وكړه او دوي ئې يواځې د صوبې نه بلكې د پاكستان وياړ وګرځول۔ په دې موقع لوبغاړو ووئيل مونږ د ګونر فېصل كريم كنډي مننه كوٶ چا چې مونږ ګورنر هاٶس ته راوبللو او عزت ئې راكولو سره زمونږ ډاډګيرنيه وكړه۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل د صوبې ځالانده څېرې نړۍ ته وړاندې كولو لپاره به د لوبو مېدانونه آبادول وي٬ په دې لړ كښې د ګورنر هڅې د ستائنې وړ دي۔ ده جان شير خان مخاطب كولو كښې ووئيل ستاسو د زمانې سكواش بيا ژوندي كولو ته اړتيا ده ۔ ده د ډيره اسماعيل خان تعلق لرونكو د تائيکوانډو چيمپئن انجونو سره سره د دوي د پلار او كوچ نصير بلوچ کردار او محنت ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ چيئرمين بلاول بھټو زرداري ګورنر فيصل كريم كنډي سره لوبغاړو ته خاص سووينئرز هم وركړل٬ په دې موقع د ګوند صوبائي صدر محمد علي شاه باچا، عمومي سېكتر شاذي خان او نور عهدېدار هم موجود وو