د اطلاعات او خپرونو وفاقي سيکرټرې شاهيره شاهد او پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن د نېشنل پريس کلب صدر د كورودانې په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سيکرټرې شاهيره شاهد او پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن د نېشنل پريس کلب صدر اظهر جتوئي د كورودانې په مړينه د غم دړد څرګندونه كرې ده۔د خالي په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې وفاقي سيکرټرې او پرنسپل انفارمېشن آفيسر د ارواښادې ېكورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل د اظهر جتوئي د كورودانې مرګ د كورنۍ لپاره لويه پېښه ده،په دې سخت وخت كښې مونږ د غمجنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔ وفاقي سيکرټرې شاهيره شاهد او پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د ز غم توفيق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں