سږ كال به د سی پیك ميوې رامخې ته كېدل پيل شي د منصوبې په دويم پړاؤ كښې خاص اقتصادی زونز ته به خاص پام لرنه كولې شي د منصوبه بندۍ ، پرمختګ ٬ اصلاحات او خاص اقدامات وفاقی وزیر اسد عمر

image

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ ٬ اصلاحات او خاص اقدامات وفاقی وزیر اسد عمر وئيلي دي سږ كال به د سی پیك ميوې رامخې ته كېدل پيل شي ٬ د منصوبې په دويم پړاؤ كښې خاص اقتصادی زونز به په ترجیحی بنیادونو جوړولې شي، د صنعت او كركيلې نه علاوه نورو پیداواری څانګو كښې به د سی پیك مثبت اثرات ښكاره شي۔ په خپل يو مضمون كشې ده ووئيل حکومت د پاکستان به يو فلاحی ریاست جوړولو باور لري او حکومت مالی كا 2020 ء بجټ كښې د وزیراعظم احساس پروګرام ترمخه د غريبانانو ښېګړې له حکومتی خرڅونو كښې زياتوالې كړې۔ده ووئيل د سی پیك ترمخه 2020ء كښې بشپړيدونكو لويو پروژو كښې تجارت او شاهراہ قراقرم په دوهم پړاؤ كښې د حویلو نه تر تھاکوټ 118 کلومیټره او د سکھر نه تر ملتان 392 کلومیټره اوږده هائی وے جوړول شامل دي ۔ وفاقی وزیر ووئيل د دغې منصوبو سره به مزل کم شي او د تجارت او خذمات ورسولو له به اسانۍ تر لاسه شي ۔ ده ووئيل د چین د اړخه ګوادر كښې د هوائی اډې جوړولو او د سړكونو بنیادی ډھانچې ښه كولو له د 40 اربه روپو سرمایه كاري كېږي۔ ده ووئيل د سی پیك فیز II كښې انډسټریلائزیشن ،سوشیو اکنامك، كر كېله كښې جدت، سیلګرۍ پرمختګ پشمول بيلې څانګې شاملې دي۔ ده ووئيل په دويم پړاؤ كښې به خاص اقتصادی زونز په ترجیحی بنیادونو جوړولې شي چې پكښې نوښار كښې رشکئی اقتصادی زون، فیصل آباد كښې علامه اقبال او ټھټھه كښې دھابیجی زون شامل دي۔ ده ووئيل د اقتصادی زون په نتيجه كښې به په هېواد كښې نيغ په نيغه غیر ملکی سرمایه کار راغب کولو او صنعتی څانګې بحالۍ له مرسته تر لاسه شي۔ ده ووئيل پاکستان تحریك انصاف ته ګراني او تجارتی خسارہ په ورثه كښې پاتې شوې۔ ده ووئيل حکومت د زرمبادلې پانګو كمولو او د بهرنۍ قرض د سود شرح زياتيدو په سبب ستونزو سره مخ شوې۔ اګست 2018ء نه تر دسمبر 2019ء په مهال د هېواد د كرنسۍ په قدر كښې 25 فیصده کمې شوے ؤ چې له امله ئې ګراني هم زياته شو

مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں