په كنټرول لائن مېشته مېړنۍ اولس د مورني هېواد دفاع لپاره خپلو وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے

image
APP31-24 ISLAMABAD: December 24 - Special Assistant to Prime Minister for Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan briefing media regarding Cabinet meeting during a press conference at PID Media Centre. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي په كنټرول لائن مېشته مېړنۍ اولس د مورني هېواد دفاع لپاره خپلو وسله والو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬ مونږ د دوي قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ په کنټرول لائن بې ګناه وګړي په نخښه كولو سره د هندي پوځ بې حسي او سفاكي رامخې ته كېږي ۔ د زيارت په ورځ ډاکټر فردوس عاشق اعوان خپل ټويټ كښې ووئيل د ځپليو كورنيو په زخمونو ملهم اېښودو له د وزيراعظم عمران خان د خلوص د زړه پورې احساس څرګندونه ده۔ دې ووئيل د كابينې خاص پېكېچ به په كنټرول لائن مېشته كورنيو خېر ښګړې لپاره معاون او مرستياله وګرځي ۔ دې ووئيل د احساس پروګرام له مخې د راشن سكيم د لارې معاونت نه علاوه به په كنټرول لائن مېشته 33498 كورنيو له تر يو كال هره مياشت 5 زره روپۍ وركولې شي او دا به تر يو كال مودې دوام لري۔(JGL

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں