د عبد الحفيظ شېخ په مشرۍ كښې د انډي پنډنټ پاور پروډيوسز واجباتو ادائيګۍ٬

image

اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم خزانې او محصولاتو لپاره خاص مرستيال عبد الحفيظ شېخ په مشرۍ كښې د انډي پنډنټ پاور پروډيوسز واجباتو ادائيګۍ٬ سكوك او سواپ بانډز جاري كولو په اړه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د مركزي بانك ګورنر باقر رضا، د خزانې سېكتر نويد کامران بلوچ، خاص سېكتر عمر حميد خان، د فنانس دوهم سېكتر اکبر شريف زادہ او نوموړو صنعت كارو ميا محمد منشا او محمد شهزاد سليم ګډون وكړو۔ غونډه كښې د پاور سېكټر سركولر ډېټ كمولو او د آئي پي پيز واجباتو نه علاوه د سكوك او سواپ اجراء په اړه غور او په دې لړ كښې په بېلا بېلو تجويزونو او سفارشاتو خبرې اترې وشوې۔ پاور سېكټر كښې د قرضو په اړه به په ټولو تجويزونو د خزنې وزارت لخوا د توان وزارت سره شريك مشاورت او غور او سوچ كولې شي٬ شريك او متفقه تجويزونه به په دوه اوونيو كښې دننه كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ كښې وړاندې كولې شي

مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں