امنيتي وضعه په ځاې ساتلو له به هر ممكن ګامونه پورته كولې شي٬ شاهد اشرف تارړ

image

اسلام آباد۔23جنوری(اے پی پی) د وزیراعظم د جوړې كړې الېکشن سکیورټي كمېټۍ مشر او د مواصلات نګران وفاقي وزير شاهد اشرف تارړ وئيلي دي نګران حكومت به الېكشن كمېشن سره بشپړه مرسته كوي او امنيتي وضعه برقرار ساتلو له به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ ده د نهې په ورځ ټاكنو لپاره د داخله وزارت ترسېوري لاندې د جوړ كړي كنټرول روم دورې په مهال خبرې كولې۔ په دې موقع وفاقي داخله سېكرتري آفتاب اکبر درانی هم موجود ؤ ۔ دغسې د نېشنل اېكشن پلان کوآرډینېټر د كنټرول روم په اړه وفاقي وزير ته بشپړ بريفنګ وركړو۔ نګران وفاقي وزير ووئيل د كنټرول روم د لارې به په هېواد كښې د ټولټاكنو په مهال د امنيتي وضعې نګراني كولې شي۔ ده ووئيل د آئين له مخې په هېواد كښې د سپېځلو ټاكنو بنيادي ذمه واري د الېكشن كمېشن ده ٬ د كنټرول روم جوړول هم د دغې لړۍ يو كړۍ ده دغسې چې د امنيتي وضعې بشپړه څارنه وكړې شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم په هدايت به د ټولو صوبو دوره كولې شي دغسې چې د مجموعي امنيت جاج واخستلے شي او په دې لړ كښې انتظامات ته حتمي شكل وركړے شي۔

مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں