دين مونږ ته غېر مسلمو سره په شريكو اقدارو د خبرې كولو تعليم راكوي۔انيق احمد

image

كراچۍ 18 جنوري د (اے پي پي)د مذهبي چارو نګران وفاقي وزير انيق احمد وئېلي دي دين مونږ ته غېر مسلمو سره په هغه اقدارو د خبرې كولو تعليم راكوي كوم چې زمونږ ترمينځه مشترك دي۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ اقرا پوهنتون كښې پخپله مشرۍ كښې د همغږۍ سيمينار ته د وينا كولو په مهال وكړه۔ په نورو مقررينو كښې ډاكټر محسن نقوي٬كارډينل جوزف كوټس٬مفتي ابوبكر محي الدين٬سردار مييش سنګ٬منوج چوهان او د اقرا پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر نصر اكرام شامل وو۔د مذهبي چارو وفاقي وزير انيق احمد ووئيل په ننۍ ټولنه كښې نرمي په ختمېدو ده٬هېواد دښمنه عناصر د مذهبي اړې ګړي د لارې انتشار پېدا كول غواړي۔په ټولنه كښې د ناسازه پیښو مخ نيوي لپاره د جهالت خاتمه ضروري ده۔ده ووئيل په يو مسلمان كښې د نبي اكرم(ص)د عظيم اخلاق رنګ بايد وليدلې شي۔ د قيامت په ورځ به د غېر مسلمه مظلوم تن وكيل نبي كريم (ص)وي۔ مفتي ابوبكر محي الدين ووئيل اسلام ټولنې ته اعلٰی حقونه وركړي۔ په اسلامي ټولنه كښی ژوند كوؤنكي د حقونو په اعتبار سره برابر دي۔ ډاكټر محسن نقوي ووئېل په ټولنه كښې د حقونو او فرائض د خيال نه ساتلو د لاسه اړې ګړې رامخې ته كېږي۔ كارډينل جوزف كوټس ووئيل د يو بل د مذهب نه ځان خبرول ضروري دي۔سردار ميش سنګ ووئيل ټول مذهبونه د محبت او امن درس وركوي۔د اقرا پوهنتون وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر نصر اكرام د سيمينار په كولو د مذهبي چارو وزارت ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره په كنفرنس كښې د ټولو ګډون كوونكو مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں