د زمكې طبيعي سرچينې د بې ځايه كارېدو له امله تندۍ سره مخ په ختمېدو دي۔ د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خصوصي مرستيال ملك امين اسلام په نېچرل کېپیټل اکاؤنټنګآن لېټر آف سپورټ د لاس ليك دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد۔1جولائی(اے پی پی) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خصوصي مرستيال ملك امين اسلم وئيلي دي د حياتياتي تنوع او ماحولياتي نظام په ډول د زمكې طبيعي سرچينې ٬ كومې چې په اجتماعي توګه د زمكې بنيادي قدرتي سرمايه تشكيلوي ٬ بې ځايه كارېدو له امله تندۍ سره مخ په ختمېدو دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د زيارت په ورځ د برطانېي هائي كمېشن اسلام آباد او د موسمياتي بدلون څانګې ترمينځه د نېچرل کیپیټل اکاؤنټنګ (اېن سی اے) په حقله په لېټر آف سپورټ د لاس ليك دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال دواړو ډلو د نېچرل کېپیټل اکاؤنټنګ نظام ، د قدرتی وسائلو ساتنې ، حیاتیاتی تنوع او ماحولیاتی نظام سره اړوندو ګامونو له په ګډه كار كولو له د خپل لوظ پخلے كړو۔ ملک امین اسلم ووئيل د غوره ماحولياتي نظام په نتيجه كښې د خالص خوراك او پاكو اوبو ترلاسه كېدل باوري كېدے شي۔ دې نه ځانله صفا او سپېځلي ماحولياتي نظام سره د سېلګرۍ غوره موقعې رامخې ته كېدو سره ذهني سكون هم ترلاسه كېدے شي۔ خصوصي مرستيال ملك امين اسلم د قدرتي سرمايې په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل ضرورت د دې خبرې دے چې مونږ له به د بشري خېر ښېګړې لپاره د اوږدې مودې فېصله سازۍ عمل كښې د كركيلې ٬ توان او وړولو راوړلو پشمول د ټولو معاشي څانګو جوړولو او پرمختګ سره د ماحولياتي نظام اهميت ته هم پام كول وي لكه څنګه چې په نړيواله تګلاره او هدفونو كښې په دې اړه بشپړ جاج اخستلے شي۔ د ملك امين اسلم وېنا وه چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې اوسنے حكومت د قدرتي سرمايې اهميت نه ښه خبر دے۔ د وزیراعظم خصوصي مرستيال هيله ولرله چې د برطانيې او پاكستان ترمينځه د قدرتي سرمايې تحفظ په حقله به د پاكستان د كار استعداد زياتولو لوظنامه د هېواد آب وهوا محفوظولو له مرستياله ثابت شي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښی د برطانېي هائي كمشنر كرسچن ټرنر د پاكستان طبيعي سرچينو په اهميت٬ تل پاتي معاشي او سماجي او ماحولياتي پرمختيائي نظام رڼا اچولو سره ووئيل پاكستان بلها طبيعي سرچينې لري۔ پاكستان دا مهال د موسمياتي بدلونونو او د صفا اوبو وركولو په ډول چېلنجز سره مخ دے۔ بياهم د برطانيې لخوا وركړې كېدونكي فنډز سره به د پاكستان د قدرتي اثاثو محفوظولو او دا په غوره ډول كارولو له مرسته ترلاسه شي۔ د برطانيې حكومت لخوا د مرستې په دستاوېز لاس ليك كونكي د برطانيې ډوېلپمنټډائرېکټرانابیل جیری د دې لوظ پخلے وكړو چې پاكستان سره به د طبيعي سرچينو ساتنې منصوبه كښې هر ډول تكنيكي مرسته كولې شي چې ورسره به تل پاتې سماجي او معاشي پرمختګ ممكن شي۔

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں