صدر مملکت د 24 كالو راهسې د انصاف په طمعهشكايت كونكي ته د معاوضې وركولو امر وكړو

image

اسلام آباد29جون (اے پي پي)صدرډاکټر عارف علوي وفاقي محتسب ته د 24 كالو د اوږدې مودې څخه د انصاف منتظر شكايت كونكي ته د معاوضې وركولو امر كړے۔ صدر مملکت د كال 1997 د يو پخواني كېس نوټس اخستو سره وئيلي دي په دې معامله كښې د انصاف نشتوالے واضح دے٬ د ايبټ آباد مشتاق احمد جدون د وفاقي محتسب په پرېكړه د عمل درآمد نهكېدو په ضد صدر پاکستانتهدرخواست كړے ٶ٬ وفاقي محتسب د نومبر په 22مه نيټه كال 1997 پرېكړه كښې درخواست كونكېته په پي آئي اے كښې ترلاسه چوكۍ لپاره د مناسب قابليت په اعتبار سره د ملازمت وركولو امر كړے ٶ۔ هغه خپل اپيل كښې وئيلي ديد انجڼپه اوور هال كښې دټيکنيشن چوكۍ لپاره د خپل فټنس تر مخه زهد انجينئرنګ اسسټنټ په توګه غوره كړے شوے ووم خوبهرتي نه كړے شوم۔ هغه وئيليد يو شمېر درخواستونووركولو باوجود د وفاقي محتسب په سفارش عمل درآمد ونه كړے شو٬ پي آئي اے د درخواست كونكي په ځواب كښې وئيلي دي مونږ يو داسې كس ته ريليف نه شو وركولے څوك چې په كال 1996 كښې په پي آئي اے كښې ملازمت لپاره د اهليت په معيار پورا ٶ ِخو هغه نه دے بهرتي كړے شوے٬ خو پي آئي اے په خاص درخواست د قواعدو له مخې د ګټې او معاوضې وركولو تجويز وركړے ؤ ٬ د وفاقي محتسب سېكټرېټ لخوا په 08.10.2019د عملدرآمد مقررهمودې تېرېدو په ځواب كښې شكايت كونكي په دې حقلهصدر پاکستان ته مراجعه كړې وه ٬ صدر مملکت خپل تحريري امر كښې دا سراسر بې غوري ګرځولو سره وئيلي ديوفاقي محتسب له پخپله د دې نوټس اخستل پكار وو . ده ووئيل په دې معامله دا ډول نقطه نظر د قانون د مقصد او جذبې منافي دے چې پكښې د بدانتظامۍ د لارې د يو كس سره د شوې ناانصافۍ په ازاله او د دې د اصلاح په كولو زور رواړلے شوے۔ صدر عارف علويرامخې ته كړل چې محتسب سېکټرېټ په خپلو سفارشاتد عمل نه كېدو او د پرېكړې په توهين كولو د سزا وركولو اختيار لري ۔ صدر د پي آئي اے لخوا د معاوضې د تجويزحواله وركولو سره ووئيلوفاقي محتسب سيکرټريټ شکايت کونكي/ درخواست وركونكي ته ګټهيا د معاوضې په وركولو غور كولې شو٬ د درخواست كونكي د شکايت ازالې لپاره صدر مملکت په دې لړ كښې وفاقي محتسب ته امر وكړٶ چې د 22.11.1997 په خپله پرېكړه عمل درآمد وكړئ او لكه څنګه چې پخپله پي آئي اے تجويز وركړے ٬ دغسې شكايت كونكي ته د معاوضې وركول باوري كړئ

مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں