د يوې روپۍ كرپشن نه كولو ادعا كونكي شهباز شريف د شوګر ملز ملازمينو د لارې د 25 ارب روپۍ مني لانډرنګ كړي۔د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب ټوېټ

image

اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي چې د يوې روپۍ كرپشن نه كولو ادعا كونكي شهباز شريف د شوګر ملز ملازمينو د لارې 25 ارب روپۍ مني لانډرنګ كړي٬شهباز شريف د كرپشن او مني لانډرنګ دهندے لپاره خپل نائب قاصد٬كلرك٬كيشئرز او د مېنجرز بينك اكاؤنټس كارولې۔د نهې په ورځ په خپل ټوېټ كښې وزيرمملكت فرخ حبيب ووئيل ادارې چې د كرپشن پوښتنه وكړي نو ځواب وركوي چې سلمان به ځواب دركړي او سلمان يې د هېواد څخه فرار كړې۔ده ووئيل چې شهباز شريف دې د قانون حكمراني تسليمولو سره خپل مفرور زوي سلمان شهباز د لندن نه بېرته راوغواړي او ادارو ته دې پخپله وړاندې كړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں