د وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې توان لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد۔15مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي ګامونو وفاقي وزير په مشرۍ كښې توان لپاره د كابينه كمېټۍ (سي سي اي اي) غونډه د ګل په ورځ اسلام آباد كښې وشوه۔ توان سره اړوندې كابينه كمېټۍ د سرکلر ډېبټ مېنېجمنټ پلان(سی ډی ایم پی) 2021 په خلاصه د خيالاتو څرګندونه وكړه په كومه كښې چې مالی كال2020-21 نه تر مالی كال 2022-23 درې كالو مودې احاطه شوې ده او د دې مسئلې حل كولو له تګلاره او اقدمات په ډاګه كړې شوي دي۔ په دې قابو موندلو له يو اېكشن پلان هم تجويز كړے شوے دے۔ کابینه کمېټۍ د سركلر ډېبټ فعاله انتظام باوري كولو له د پاور ډویژن لخوا د وړاندې كړې شوې سمرۍ منظوري هم وركړه۔ غونډه كښې د توان وفاقي وزير عمر ایوب خان ، د وزيراعظم د خزانې صلاحكار عبد الحفیظ شیخ ، اېس اے پی اېم ندیم بابر او د وزيراعظم د پاور رېونيو خصوصي مرستيال او د بېلو وزارتونو / ډویژنو عهدېدارانو ګډون وكړو

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں