كه د اعتماد ووټ مې ترلاسه نه كړو نو په اپوزېشن كښې به كېښنم٬د هېواد د غدارانو مقابله به دوامداره ساتم٬پريكړه اولس له كول دي چې دوي د غلو ملګرتيا كوي يا هېواد د پرمختګ په لاره روانول دي۔د وزيراعظم عمران خان قام ته خطاب

image

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي هغه به د خالي په ورځ د قامي اسمبلۍ څخه د اعتماد ووټ اخلي٬ كه د اعتماد ووټ مې ترلاسه نه كړو نو په اپوزېشن كښې به كېښنم٬د هېواد د غدارانو مقابله به دوامداره ساتم٬پريكړه اولس له كول دي چې دوي د غلو ملګرتيا كوي يا هېواد د پرمختګ په لاره روانول دي ٬ تر څو چې ژوندے يم د قانون بالادستۍ لپاره به هڅې روانې ساتم٬د حكومت د تللو په ما هېڅ فرق نه پرېوزي ٬په ميثاق جمهوريت كښې د سېنېټ ټاكنې په اوپن كولو اتفاق كوونكو په ستره محكمه كښې د دغې مخالفت كړے۔د دوي مقصد يوسف رضا ګېلاني په پيسو كاميابولو سره زما د پاسه د عدم اعتماد توره اېښودل وه ٬پريكړه اولس له كول دي چې دوي د چا ملګرتيا كول غواړي٬يوازې قوانين كرپشن نه شي ختمولے ٬دې لپاره به ټول قام له هڅې كول وي٬د زيارت په ورځ قام ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د سېنېټ ټاكنو په اړه خپل قام سره خبره كول غواړم٬په دې لړ كښې قام پوهه كول ځكه ضروري دي چې دوي په ټاكنو پوهه شي نو د هېواد په ټولو ستونزو به پوهه شي۔وزيراعظم ووئيل شپږ نيم كاله وړاندې په خېبرپښتونخوا كښې چې كله زمونږ حكومت ؤ نو مونږ ته معلومه شوه چې د سېنېټ په ټاكنو كښې پيسه چلېږي او دا كار د 40 كلونو نه روان دے ٬مونږ كمپائن وچلولو چې په هېواد كښې دا څنګه سياست كېږي٬د پارليمان غړي د وزيراعظم ٬اعلٰی وزيرانو او د سېنېټ چيئرمېن پشمول په لوړو چوكو كېښني دا مونږ لپاره د حېرانتيا خبره وه چې غړي په پېسو اخستو سره سېنېټران ټاكي ٬دا كوم جمهوريت دے ٬مونږ ځكه د اوپن بېلټنګ كمپائن وچلولو او د كال 2018م د سېنېټ په ټاكنو كښې ووټ خرڅوونكي خپل 20 غړي مو د ګوند نه ويستل۔ده ووئيل په ميثاق جمهوريت كښې د مسلم ليګ(ن)او پيپلز پارټغ ترمينځه د سېنېټ ټاكنې د اوپن بېلټنګ د لارې كولو لوظ نامه شوې وه۔د دوي مشرانو لخوا د دې په ملاتړ كښې بيانونه راغلي كله چې مونږ په سېنېټ كښې قانون راوړو نو دې ګوندونو ملاتړ ونه كړو٬مونږ بيا معامله سترې محكمې ته يوړه٬په دې مهال د كال 2018م د سېنېټ په ټاكنو كښې د ووټ اخستونكو او خرڅونكو وېډيو راغله٬معلومه نه ده چې په ستره محكمه كښې د ټاكنو كميسون ولې د اوپن بېلټ په ضد اودرېد۔ ده ووئېل سترې محكمې څو څو ځله ووئيل سپيځلې ټاكنې كول د ټاكنو د كميسون آئيني ذمه واري ده۔په ستره محكمه كښې د پي ډي اېم ټول ګوندونه د پټ بېلټنګ په حق كښې شول كله چې دوي په ميثاق جمهوريت لاس ليك كولو نو هغه وخت دوي ولې د اوپن په حق كښې وو۔وزيراعظم ووئيل د كله نه چې زمونږ حكومت راغلے د دې سياسي ګوندونو بدعنوانه مشران يرې سره مخ شوي چې عمران خان د كرپشن په ضد كمپائن چلولې٬په اپوزېشن د كرپشن كيسونه مونږ نه دي جوړ كړي٬دا پخواني كيسونه دي٬ما په اسمبلۍ كښې په وړومبۍ ورځ په خپله وېنا كښې وئېلي وو دوي به د جمهوريت په نوم خپل كرپشن پټولو لپاره يوځاے كېږي٬د دوي هڅې وه چې په ما دومره فشار راولي څومره چې دوي په جنرل مشرف راوستلو سره اېن آر او ترلاسه كړی وه٬دوي د كورونا په مهال بليك مېل كړو٬د پيټپ قانون سازۍ په مهال دوي په نېب قانون كښې د بدلون هڅه وكړه چې دې سره يې بيخي تعلق نه جوړیدو٬دا هم د اېن آر او ترلاسه كولو يوه هڅه وه۔دوي غوښتل چې ما بليك مېل كړي۔وزيراعظم ووئيل د يوسف رضا ګېلاني په ټاكنه كښې د دوي پوره هڅه وه چې په پيسه لګولو سره بريالې شي او دوي شور وكړي چې د عمران خان په قامي اسمبلۍ كښې اكثريت ختم شوے ٬اوس د دوي بل قدم عدم اعتماد ؤ ۔ وزيراعظم ووئيل ځوانان د خپلو 25 كلنو هڅو په اړه خبرول غواړم زه هغه سړے ووم چا چې اقتدار ته د راتللو نه وړاندې هر څه لرل ما ته د هېڅ څه ضرورت نشته٬زه په خپل هېواد فخر لرم٬زه په هغه وړومبي نسل كښې ووم كوم چې په آزاد هېواد كښې پېدا شوے ؤ ٬وزيراعظم ووئيل 50 كاله وړاندې به په نړۍ كښې د پاكسان مثال وركړے كېدو ٬د پاكستان يوه مرتبه وه٬د امريكې صدر په هوائي اډه زمونږ د صدر هركلے كولو۔وزيراعظم ووئيل په سياست كښې د كرپشن عنصر د كال 1985 د غېر جماعتي ټاكنو نه پس راغلو كله چې كرپشن لوړې كچې ته ورسېدو هم دا پړاؤ ؤ چې په سياست كښې د پيسې چلن پېل شو۔اقتدار د اربونو كاروبار شو٬د وزيراعظم او وزيرانو په كارخانو كښې د اقتدار نه پس اضافه وشوه۔وزيراعظم ووئيل چې كله به ده د كركټ لوبه كوله كله به چې د هند دورې نه پس پاكستان ته راغلم نو داسې به معلومه شوه چې كوم آمير هېواد ته راغلے يم۔زه د هېواد نه بهر پاتې شوم٬د برتانيې نظام مې وليدلو٬ما اندازه ولګوله چې چرته د انصاف او قانون بالادستي وي هغه هېواد په بره ځي۔نبي كريم ۖ د عدل او انصاف په بنياد د مدينې رياست جوړ كړے ؤ ٬د قانون د بالادستۍ مطلب طاقتور او كمزوري لپاره يو ډول قانون دے ۔طاقتور لپاره يو او كمزوري لپاره د بل قانون قامونه تباه شوي دي۔وزيراعظم ووئيل امير غله او مني لانډرنګ كوونكي څوك نه نيسي۔وزيراعظم ووئيل د سېنېټ ټاكنو په اړه د اپوزېشن په قول او فعل كښې په تضاد نه پوهېږو كله چې زمونږ حكومت راغلے كرپټ مافيا يرې سره مخ شوې٬ډ پي ډي اېم جوړولو مقصد د كرپټ ټولګي د ګټې تحفظ دے ٬ده ووئيل اپوزېشن ګوندونو د پېټپ پشان په حساس معامله د هېواد او قام په ځاے خپلې ګټې ته ترجيح وركړه كه چرته د پيټپ د لارې هېواد بليك لسټ شوے ؤ نو زمونږ معاشي ستونزې به زياتې شوې وې۔كرپټ ټولګي پھ ايوان كښې زمونږ د اكثريت ختمولو پوره هڅه كړی٬د يوسف رضا ګېلاني ګټې لپاره پيسه كارولې شوې۔ده ووئيل نه به د اپوزېشن ګوندونو د لاسه بليك مېل شم او نه به اېن آر او وركړم۔سياست ته پيسه جوړولو لپاره نه بلكې د هېواد او قام خذمت له راغلے يم۔مفادپرست ټولګي د سياست نه كاروبار جوړ كړے او هم د دې ځاے نه د هېواد سماجي او معاشي ستونزې پیل شوي دي۔ده ووئيل ملګرو ملتونو لس كاله وړاندې دا رپورټ وركړے ؤ چې د غريبو هېوادونو څخه يو زر اربه ډالره هر كال اميرو هېوادونو ته د آف شور زريعو د لارې منتقل كېږي۔د پاكستان ټول بجټ 60 اربه ډالره دے۔يو رپورټ له مخې د پاكستان څخه لس اربه ډالره د مني لانډرنګ د لارې بهر تلل۔ده د ټاكنو د كميسون څخه پوښتنه وكړه چې د سېنېټ ټاكنو لپاره په بېلټ پیپرز بار كوډنګ ولې نه ؤ شوے ٬ده ووئيل سترې محكمې د ټاكنو كميسون ته وئېلي وو ټاكنې دې په خفيه طريقه وكړي خو داسې طريقه دې اختيار كړی شي چې بېلټ پیژندلې شي٬كه داسې شوي وو نو زمونږ چې كوم غړي خرڅ شوي نو مونږ ته به معلومه شوې وه چې هغه څوك دي۔د ټاكنو كميسون مجرمان بچ كړي٬د دې جمهوريت ته زيان رسېدلې٬په پيسه وركولو سره د جمهوريت كوم خذمت شوے۔وزيراعظم ووئيل كرپشن ختمولو لپاره د قانون نه بلكې د ټولنې او قام مهم كردار وي۔تر څو چې ټولنه كرپټ ټولګې قبلوي كرپشن نه شي ختمېدے ٬ټول قام وليدله چې يو كرپټ كس په پيسو سېنېټر جوړ كړے شول ۔وزيراعظم ووئيل كه زه په اقتدار كښې نه يم نو زما په نجي ژوند هېڅ فرق نه پرېوزي زه كه په حكومت كښې يم يا په اپوزېشن كښې خو دوي كښې به څوك پرېږدم نه۔د هېواد غدارانو سره به مقابله روانه ساتم٬د الله په مرسته به دا هېواد لويې هېواد جوړېږي او داسې به هغه وخت ممكن شي كله چې دا لويې لويې غله په زندانونو كښې وي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں