اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي حكومت په موټروېز او ټولو قامي لويو لارو د انټېلي جنس ټرانسټورټ سسټم لګولو هڅې كوي چې دغسې جديد ټېكنالوجۍ سره سفر محفوظ كړے شي، د هېواد وړومبې روډ سېفټي پاليسي معرفي كړې شوې او په دې به عمل باوري كولے شي. ده دا خبرې د اېمبولېنس ګاډو سپارلو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل د ملتان- سكهر په موټروے د وړاندې نه آئي ټي اېس سسټم لګولے شوے. ده ووئيل دې نظام سره به 16 قسمه خلاف ورزې د ډېجيټل سسټم د لارې ونيولے شي. ده ووئيل په راتلونكو شپږو اوو مياشتو كښې به په موټروے او ټولو لويو لارو آئي ټي اېس سسټم فعاله كړے شي.