اسلام خانداني منصوبه بندۍ او د مور صحت ته وده وركولو له د روغتيا څانګې او بهبود آبادۍ مرسته ضروري ده۔ د صدر ډاكټر عارف علوي ګورنر هاؤس پېښور كښې د غونډې په مهال د خيالاتو څرګندونه

image

آباد۔8 فروری(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د خانداني منصوبه بندۍ او د مور صحت ته وده وركولو له د روغتيا څانګې او بهبود آبادۍ مرسته ضروري ده۔ د بهبود آبادۍ او صحت مندې كورنۍ ودې له به علماﺀ كرامو له خپل كردار ترسره كول وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د ګورنر هاؤس پېښور كښې غونډه كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال وكړه۔ غونډه كښې د روغتيا خصوصي مرستيال ډاكټر فېصل سلطان ٬ صوبائي وزير شوكت يوسفزئۍ او د اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ صدر ته صوبه كښې د بهبود آبادۍ او د مېندو صحت لپاره د پورته كړې شويو ګامونو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ صدر ووئيل خانداني منصوبه بندۍ او د مور صحت ته وده وركولو له د روغتيا څانګې او بهبود آبادۍ ترمينځھ مرسته ضروري ده۔ هغه ووئيل د بهبود آبادۍ او صحت مندې كورنۍ ودې له به علماﺀ كرامو له خپل كردار ترسره كول وي۔ هغه ووئيل د خېبر پختونخوا حكومت دې خانداني منصوبه بندۍ ته د بنيادي انساني حق په توګه وده وركولو له ضروري ګامونه پورته كړي۔ د موثرې ستراتيجۍ تر سېوري لاندې د ميډيا د لارې دې د خانداني منصوبه بندي په اړه معلومات اولس ته ورسولې شي۔

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں