ساهيوال 29 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي فارن فنډنګ کېس به منطقي انجام ته رسوٶ، بدعنوانه عناصر چې څه خوښه وي كوي دې ٬ اېن آر او به نه وركوٶ٬ غواړو چې دا درك ولګي چې اسامه بن لادن چا له پېسې وركړې وې۔ د جمعې په ورځ ساهيوال كښې د ميډيا نمائندګانو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د سېنېټ په ټاكنو كښې بې درېغه پېسه استعمالېږي٬ كه يو نمائنده د كروړونو روپۍ وركولو سره خپل ضمير خرڅ كړي نو ھغه به د اولس نمائندي څه وكړي، دې لپاره مونږ آئيني بدلون غواړو دغسې چې بېلټ اوپن وي٬ مونږ په تېرو ټاكنو كښې پېسې اخستونكي غړي د ګوند نه خارج كړې وو۔ وزيراعظم ووئيل اوس هم د سېنېټ ووټ اخستلو خرڅولو لپاره هلې ځلې روانې دي٬ سېنېټ د پارلمان ايوان بالا دے كوم چې زيات تقدس لري۔ ده ووئيل مونږ په دريو كښې دوه اكثريت نه لرو بيا به هم د سېنېټ ټاكې سپېځلې كولو لپاره بل وړاندې كوٶ۔ عمران خان ووئيل د نړۍ كوم جمهوريت دے چې پكښئ ووټ په پېسو اخستے كېږي او خرڅېږي۔ ده ووئيل اولس د حكمرانانو د كرپشن په ضد سړكونو ته راوځي ٬ اولس هېڅكله هم د كرپټ قيادت بچ كولو لپاره سړكونو ته نه راووځي ځكه خو پي ډي اېم ناكامه شوے ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ څلور ځله مينار پاكستان ډك كړے دے خو مخالفه ډلې داسې ونه كړے شول٬ د کرپټ عناصر ټولګې د بلېك مېل كولو هڅې كوي٬ د دوي چې څه خوښه كوي دې اېن آر او نه وركوٶ۔ وزيراعظم ووئيل د مخالفې ډلې كار د هېواد مسئلې رامخې ته كول دي خو دوي خپله غلا پټولو لپاره راغونډ دي او لوي ډاكو د هېواد نه په تخښتېدو لندن كښې ناست دے۔ وزيراعظم ووئيل د مخالفې ډلې تنقيد ځان لپاره اعزاز او ستائنه ئې ځان لپاره توهين ګڼم۔ ده ووئيل سينئر لارښود د قبضه ګرو ماتړ كوي ٬ کھوکھر پېلس چې مو راغورځولو نو مريم نواز ډاډګيرنې لپاره راورسېده ٬ پېلس لپاره د 130 كروړه روپو په زمكه قبضه شوې وه۔ وزيراعظم ووئيل مخالفه ډله په فارن فنډنګ كښې خپله ګېره شوې٬ مونږ غواړو چې پارټي فنډنګ كېس منطقي انجام ته ورسولې شي دغسې چې “دودھ کا دودھ او پاني کا پاني” شي۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې دا درك ولګي چې اسامه بن لادن چا له پېسې وركړې وې٬ مولانا ته كوم كوم هېواد پېسې وركړي ھغه هم رامخئ ته شي۔ عمران خان ووئيل مولانا فضل الرحمن غوندې كرپټ كس ته مذهبي مشر وئيل غلط دي۔ ده ووئيل څوك د قانون نه پرته نه دي ٬ مونږ په هېواد كښې د قانون د سرلوړۍ تاريجي جنګ كوٶ٬ وزيراعظم ووئيل كرپټ عناصر چې تر څو لوټ كړې پېسې بېرته ورنكړي په زندان كښې به وي