سي پېك لپاره د جوړې شوې خاص پارلماني كمېټې چيئرمېن شېر علي ارباب وېنا

image

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د چين پاكستان د اقتصادي لارې پروژې ﴿سي پېك ﴾ لپاره د جوړې كړې شوې خاص پارلماني كمېټې چيئرمېن شېر علي ارباب وئيلي دي چې د سي پېك او ون بېلټ ون روډ پروژې په نتيجه كښې به سيمه ايز يووالي پېدا شي٬ د سي پېك او ون بېلټ ون روډ پروژې سره به پرمختګ٬ امن او خوشحالي راشي۔ د شور وپه ورځ د سيمه ايز يووالي په اړه د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ ترسيوري لاندې يوې مذاكرې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې د سي پېك پروژه د پاكستان او د چين د اولس د دوستې څرګندونه ده۔ دا پروژه نه يوازې د مرستې٬ دوستې٬ امن ٬ ورورولۍ او د اقتصادي پرمختګ پروژه ده بلكې د ون بېلټ ون روډ پروژې سره به سيمه ايز يووالي پېدا شي۔ ده ووئيل چې پروژې سره به د مېنځنې اسيا او د سوئيلي اسيا هېوادونو ترمېنځه د مرستې٬ ورورولۍ او اقتصادي پرمختګ لارې پرانستل شي۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې يو شمېر چېلنجونه وو خو خوشحاله يم چې پروژه په تندې سره د ترسره كېدو په حال كښې ده او د عظيم دوست هېواد چين په مرسته به د دې پروژې ترسره كېدو نه پس په منطقه كښې د خوشحالې يو نوې پړاؤ پېل شي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں