د پي آئي اے د تېرو لسو كلونو خسارې تفصيلات قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړی شو

image

اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان انټرنېشنل ايئر لائن د تېرو لسو كلونو د خسارې تفصيلات جاري كړی شوي۔پھ كال 2018 كښې دا خساره 67 اربه روپو څخه زياته وه ۔د جمعې پھ ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د وزارت لخوا تفصيلات وړاندې كړی شو چې له مخې يې پھ كال 2009 كښې دا خساره 12 اربه 43 كروړه ٬ په كال 2010 كښې 8 اربه 57 كروړه٬ 2011 كښې 28 اربه 2 كروړه٬ 2012 كښې 29 اربه 7 كروړه٬ 2013 كښې 44 اربه 7 كروړه٬ 2014 كښې 29 اربه 21 كروړه٬ 2015 كښې 29 اربه 95 كروړه٬ 2016 كښې 44 ارب 79 كروړه٬ 2017 كښې 51 ارب 5 كروړه او په كال 2018 كښې 67 ارب 41 كروړه 78 لكه روپو څخه زياته شوې ده

مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں