د خواري كښو نړيواله ورځ د مئي په اولنۍ نېټه لمانځلې شي

image

عارف والا۔ 27 اپرېل (اے پی پی) د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د خواري كښو نړيواله ورځ د مئي په اولنۍ نېټه لمانځلې شي۔ ددې ورځې مناسبت سره به د عارف والا په شمول ټول هېواد كښې د مزدور يونينز ٬ قومي مزدور يونين ٬ متحده مزدور يونين او بانډ ډلیبر یونین ترسېوري لاندې جلوسونه او لاريونونه ويستلې شي كومو ته به چې مزدور لارښود او عهدېداران خطاب كوي۔ په ټول هېواد كښې به په دې ورځ عامه رخصتي وي او په الېكټرانك ميډيا به خاص پروګرامونه او پرنټ ميډيا به خاص فيچر خپرولې شي۔

مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں