د وزیراعظم لخوا په اعلان كړو نوو منصوبو دې كار ګړندې كړې شي

image

کراچۍ 22 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي کراچۍ د پاکستان د معیشت د ملا تير دے ، د وزیراعظم لخوا په اعلان كړو نويو منصوبو دې كار ګړندې كړې شي٬ ګرېن لائن پروژه دې زر تر زره بشپړه كړې شي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا خبرې د ګل په ورځ د سندھ انفراسټرکچر ډوېلپمنټ کمپنۍ لخوا د بريفنګ په مهال كړې۔ په دې مهال اولس مشر كراچۍ كښې د وفاقي حكومت په سندھ كښې د روانو منصوبو د پېشرفت نه خبر كړې شو۔ اولس مشر ووئيل د كراچۍ اولس ته آسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ اولس مشر امر وكړو چې ګرېن لائن پروژه دې زر تر زره بشپړه كړې شي ځكه چې دا منصوبه كراچۍ كښې هره ورځ سفر كولو لپاره ډېر اهميت لري۔ اولس مشر ووئيل د كراچۍ پېكج له مخئ دې د منګهو پير٬ نشتر او شېرشاه سوري په سړكونو فلائي اوور تر ستمبر بشپړه كړې شي۔ اولس مشر په دې خبره زور رواړو جې فائر فائټنګ لپاره نوې راتلونكې سامان دې اېم سي او سائټ اېسوسيشنز په مرسته سائس ته ورسولې شي، دغسې چې د هر ډول پېښې په صورت كښې دا په موثره توګه وكارولې شي

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں