د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د نېشنل بك فاؤنډېشن د سيوري لاندې د كتاب ميلې پرانستې دستورې ته وېنا

image
APP78-19 ISLAMABAD: April 19 - President Dr. Arif Alvi addressing the Inaugural Ceremony of the 10th National Book Festival in the federal capital. APP

اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي كتابونه د علم خزانه وي٬هر لوستونكي له د دې څخه استفاده كول پكار وي٬ماشومانو ته د كتابونو لوستل او مطالعه كول د مور پلار او استاذانو ذمه واري ده٬د علم هڅې كول او هغه خپرول د كوم هم هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ادا كوي۔د جمعې پھ ورځ د نېشنل بك فاؤنډېشن سيوري لاندې پاك چائنه فرينډ شپ سينټر كښې د كتاب ميلې پرانستې دستورې ته د خطاب پھ مهال اولس مشر ووئيل زه د كتاب لوستلو شوق لرم٬د دې نه علاوه په كمپيوټر هم مطالعه كوم۔ده ووئيل په شوق كتاب لوستل يوه نشه ده۔ده ووئيل د ټېكنالوجي په دې دور كښې د كتاب لوستلو روايتي طريقه هم بدله شوې٬اوس خلق يوازې كتاب پھ لاس كښې نيولو سره نه بلكې په كمپيوټر براؤزنګ د لارې هم علم او معلومات ترلاسه كوي۔ده ووئيل وړومبې به خلقو د ماركوپولو كتابونه لوستلو سره د نړۍ د بېلو سيمو په اړه پوهه ترلاسه كوله خو اوس دغه كردار نېشنل جيوګرافك ادا كوي۔ده ووئيل كتابونه د علم ذخيره ده او اوس علم دومره پراخه شو چې دا يوازې په كتابونو كښې نه شي ځيدې٬اوس د ډېټا په صورت كښې هم د علم ذخيره موجود ده او يو انسان د ټول علم احاطه نشي كولې۔ده ووئيل ماشومانو له د كتابونو لوستل او مطالعه كول د مور پلار او استاذانو ذمه واري ده۔ده ووئيل زه د ماشوم توب نه د كتابونو لوستلو شوق لرم او دا شوق د اولس مشر جوړیدو نه وروستو هم برقرار دے۔ ده ووئېل د اولس مشر چوكۍ سنبهالولو نه وروستو ما 7 نه تر 8 كتابونه لوستې دي او زما د كتاب لوستل او په كمپيوټر سرچ كولو صلاحيت هم ډېر ښه دے ۔ده ووئيل په جديد دور كښې د كتاب لوستلو شوق پرله پسې مخ په ختمېدو دے۔د نېشنل بك فاؤنډېشن سيوري لاندې سږ كال د كتاب ميلې موضوع”كتاب د تعليمي پرمختګ ضامن دے”د كتاب پھ ميله كښې بېل پبلشرز اسټالونه لګولي چرته چې تر 55 فيصده په رعايت وركړې كېږي

مضمون کا ماخذ : números quina hoje
متعلقہ مضامین
مزید خبریں