د پښتون جرنلسټ ايسوسي اېشن تر سيوري لاندي آسلام آباد كښې د پښتون كلچر ډے دستوره ٬ ګورنر فيصل كريم كنډي د پي جي اے نوو ټاكلے شوو عهديدارو څخه سوګند واغست

image

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي)د پښتون جرنلسټ ايسوسي اېشن تر سيوري لاندي په نېشنل پرېس كلب آسلام آباد كښې پښتون كلچر ډے په مناسبت سره د ګل په ورځ يوه دستوره وشوه٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د دستوري خاص ميلمه او نامتو شاعر رحمت شاه سائل د دستوري صدر ؤ٬دغسې پروفېسر نورالامين په پښتون كلتور لكچر وركړو ٬ دستوره كښې د پوښتنون جرنلسټ ايسوسي اېشن نوو ټاكلے شوو عهديدارو سوګند هم پورته كړو٬ ګورنر فيصل كريم كنډي د پي جے اے نوو ټاكلے شوو عهديدارو څخه سوګند واخست۔تفصيلات له مخې د پښتون جرنلسټ ايسي اېشن تر سيوري لاندي د اسلام آباد په نېشنل پرېس كلب كښې د پښتون كلچر ډے په مناسبت سره يوه دستوره وشوه ٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د دستوري خاص ميلمه ؤ ٬ نامتو شاعر رحمت شاه سائل د دستوري صدر ؤ٬ په دستوره كښې د خېبر پښتونخوا څخه تعلق لرونكو د بېلا بيلو سياسي ګوندونو لاښودو فرحت الله باير٬ اخوتزاده چټان ٬ خبريالانو او نورو وګړو ګډون وكړو٬ دستوري ته د خېبر پښتونخوا ګورنر په خپله وينا كښې ووئيل دا زما لپاره د اعزار خبره ده چې نن په اسلام آباد كښې د پښتون كلچر ورځ په ښه ډول لمانځلې كېږي٬ ده په خپله وينا كښې نوو ټاكلے شوو د پي جي اے عهديدارو له مباركي وركولو سره ووئيل بايد نوي ټاكلي شوي عهديدار په زړه پوري ډول دلته د پښتنو خبريالانو مسئلو حل كولو له ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل زمونږ صوبه ګڼ شمير وسائل لري خو د بده مرغه هلته د 12 كلونو راهسې يو داسې حكومت دے كوم چې د اولس مسئلو حل كولو په ځاے جلسو جلوسونو باندې وسائل ضائع كوي۔ ده ووئيل صوبه كښې د اوسني حكومت د نااهلۍ په وجه ترهه ګرۍ يو ځل بيا سر پورته كړے ٬ بايد اوسنے صوبائي حكومت اولسي وسائل د صوبې اولس د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ له اوكاروي۔ دستورې ته په پښتون كلتور پښتون ولۍ پروفېسر نورالامين لكچرر هم وركړو او نورو لارښودو او پوهانو هم وينا وكړه٬ د دستورې په اخري برخه كښې يوه كلتوري ناسته هم وشوه چې پكښې نوموړي سندر غاړي نعيم طوري د خپل فن څرګندونه وكړه او په خپل خوږ غږ يې محفل كشت او زعفران كړو۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں