د عزم استحکام اپرېشن مقصد د ترهګرۍ د باقيات٬ جرائمو او په هېواد كښې د پرتشدد انتها پسندۍ خاتمه كول دي۔ وزيراعظم شهباز شريف

image

اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) وفاقي کابينې د چينو د اضافي پانګو برامد كولو٬ د تجارت وزارت په وېنا او د ملګرو ملتونو افغانستان لپاره د نړيوال غذائي پروګرام په درخواست د ټركونو پرزو پشمول د كنټېنر تر حده د كراچۍ نه تر كابل د ټرانزټ اجازه وركړه٬ وزيراعظم په دې مهال ووئيل د عزم استحکام اپرېشن مقصد د ترهګرۍ باقيات٬ د جرائمو او ترهګرۍ د ګټھ جوړ او په هېواد كښې د پرتشدد انتها پسندۍ خاتمه كول دي٬ وړوكي او د مېنځنۍ درجې صنعت ته ترقي وركولو سره به د هېواد په برامدات كښې زياتوالے راولو ٬ د اشرافيه او د هېواد د وسائلو استحصال كوٶنكو مراعات به ختمولې شي٬ كابينې ته ووئيل شول د پي آئي اے بډنګ به د اګست تر وړومبۍ اونۍ بشپر شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې وشوه ۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د عام وګړي د تجديد وړ توان ته رسنه باوري كولو لپاره به د سولر په پېنلز نوې ډيوټي نه لګي٬ د كم مصرف تجديد وړ توان به هر وګړي ته رسوٶ، معيشت په سم لوري روانولو لپاره بشپړه منصوبه بندي كوٶ، د لوئي څښتن په فضل هېواد معاشي استحكام پلو په تندۍ سره روان دے ۔ وزيراعظم ووئيل د وړوكي او مېنځنۍ درجې صنعت ته ترقي وركولو سره به د هېواد په برامدات كښې اضافه كوٶ٬ د اشرافيه او د هېواد د وسائلو استحصال كوٶنكو مراعات به ختمولې شي، د عام وګړي معاشي تحفظ او د پرمختګ يو ډول موقعې وركولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ۔ د کابينې په غونډه كښې د عزم استحکام پحقله د كېدونو كنګوسو او غلط فهميو پحقله غړي په اعتماد كښې اغستو سره وزيراعظم ووئيل عزم استحکام يو ګڼ اړخيزه٬ د مختلفو امنيتي ادارو په مرسته د مكمفل رياستي نظام مجموعي قامي وژن دے٬ دې مقصد لپاره به د كوم نوي او منظم وسله وال اپرېشن په ځاے د وړاندې نه جاري انټيلي جنس بېسډ كاورائۍ لا تندولې شي۔ وزيراعظم ووئيل په لويه كچه د وسله وال اپرېشن د كوم په نتيجه كښې چې كډه كولو ته ضرورت وي، د وژن عزم استحکام له مخې د دغسې كوم اپرېشن كول بس يوه غلط فهمي ده ، د آپريشن عزم استحکام مقصد د ترهګرۍ باقيات٬ د جرائمو او ترهګرۍ ګټھ جوړ او په هېواد كښې د پرتشدد انتها پسندۍ په پرېكنده توګه خاتمه كول دي٬ ده سپارښتنه وكړه چې په بجټ 25-2024 د بحث په مهال دې وزيران په پارلمان كښې خپله حاضري باوري كړي٬ غونډه د رياستي ادارو نجكارۍ په خاص توګه د پاکستان انټر نيشنل ايئر لائنز نجکاري د پيشرفت څخه هم خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول د پي آئي اے د نجكارۍ عمل په تندۍ سره روان دے٬ د پري بډنګ عمل كښې د خوښۍ څرګندونه كوٶنكې كمپنۍ د پي آئي اے د مختلف سائټس دوره كوي٬ د پي آئي اے بډنګ به د اګست تر وړومبۍ اونۍ مكمل شي۔ دغسې وزيراعظم د پي آئي اے د نجکارۍ عمل ګړندي كولو او په دې كښې د سپېځلتيا عنصر ته د مركزي اهميت وركولو امر وكړو۔ وفاقي کابينې د تجارت وزارت په سفارش او د ملګرو ملتونو افغانستان لپاره د نړيوال غذائي پروګرام په درخواست د ټركونو پرزو پشمول د كنټېنر تر حده د كراچۍ نه تر كابل د ټرانزټ اجازه وركړه٬ دا خاص اجازه د پاكستان حكومت لخوا يواځې يو ځل د بشري همدردۍ په بنياد وركړې شوه ۔ وفاقي کابينې د مذهبي چارو وزارت په سفارش د مذهبي چارو وزارت٬ د پاكستان حكومت او د سعودي عرب د اسلامي چارو وزارت ٬ دعوت رهنمائي ترمېنځه د تفاهم په يادښت د لاسليك منظوري هم وركړه ۔ دغسې وفاقي حکومت د سفېران ډويژن په سفارش او د سپريم كورټ احكاماتو په رڼا كښې د بهاولپور امير (ارواښاد) د غير منقوله جائيداد لپاره د عملدرامد لپاره د جوړې كړې كمېټۍ موده كښې تر مارچ كال 2025 د پراختيا منظوري وركړه۔ وفاقي کابينې د كابينه ډويژن په سفارش د فريکوئنسي ايلوکيشن بورډ (اېف اے بي) ايګزيکټو ډائريکټر د تقررۍ منظوري هم وركړه۔ دغسې وفاقي كابينه د اي سي سي لخوا د چينو د برامد پرېكړې په اړه خبر كړې شوه ۔ وزيراعظم په دې موقع واضحه امر وكړو چې د چينۍ په بيعه كښې د هر ډول اضافې به بېخي اجازه چا له ورنه كرې شي٬ د دې نه علاوه وزيراعظم په دې لړ كښې د كابينې د يوې كمېټۍ جوړولو امر هم وكړو چې كومه به د چينۍ په بيعه نظر ساتي او كه د چينۍ په بيعه كښې د اضافې اندېښنه وي نو لا برامد به بندولې شي ۔ دغسې وفاقي کابينې د اقتصادي رابطه کميټۍ د 13 جون كال 2024 په تر سره شوې غونډه كښې د پرېكړو توثيق وكړو۔ وفاقي کابينې لېجسلېټو كېسز لپاره د كابينه كمېټۍ د جون 11 كال 2024 د پرېكړو هم توثيق وكړو۔ وفاقي کابينې د سركاري ملكيتي ادارې لپاره د كابينه كمېټۍ په 20 جون كال 2024 د كړې غونډې د پرېكړو توثيق هم وكړو۔

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں