”آيا په مقبوضه کشمير كښې مېشته وګړي انسان نه دي”

image
APP08-26 ISLAMABAD: September 26 - Special Assistant to the Prime Minister for Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan addressing a seminar on "One year performance of Federal Information Commission Opportunities, Challenges & Way forward for Implementation of Right to Information Law" at International Islamic University. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د انفارمېشن کميسون فعالولو او د اسانيو وركولو سره وئېلې دي د ملګرو ملتونو او د يونېسكو پشمول د بشري حقونو د ټولو ادارو په وړاندې دا پوښتنه كړې چې دې ادارو ته د تېرو 54 ورځو راهسې په مقبوضه کشمير كښې د هندي پوځ بربريت ٬ كرفيو او د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ نه ښكاري ؟ ”آيا په مقبوضه کشمير كښې مېشته وګړي انسان نه دي” او د دوي بنيادي بشري حقونه تاسو نه ويني٬ ملاله يوسف زئۍ او شرمين عبېد چنائے ته په مقبوضه کشمير كښې كېدونكې ظلم او بربريت ٬ مېرمنو سره جنسي تېري ٬ د ماشومانو څخه سكولونو د تګ حق اخستل ٬ د روغتونونو بندول او د بنيادي بشري حقونو نه محرومه ساتلو لپاره د هند دا عمل نه ښكاري ٬ آيا په دې معامله يو هم ډاکومنټري نه جوړېږي يا په نړيوال فورم دا معامله نه شي پورته كېدې٬ وزيراعظم عمران خان به (نن) د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د كشميريانو د وكيل په توګه مقدمه وړاندې كوي٬ د وفاق په كچه اطلاعات ته رسنې لپاره د انفارمېشن کمېسون فعاليت سره به د ناسمو اطلاعاتو او د جعلي خبرونو مخ نېوې اوشي ٬ د پاکستان تحريک انصاف حکومت اطلاعات ته رسنې لپاره د قانون د لارې وګړو ته د معلومات ملكيت وركړې او د دې قانون تحفظ ته حكومت پام لرنه كوي۔ دې دا خبرې د زيارت په ورځ د سسټېن اېبل سوشل ډويلپمنټ آګنائزېشن (اېس اېس ډي او) تر سېوري لاندې په نړيوال اسلامك پوهنتون كښې د “انفارمېشن کمېسون يو كال ٬ اطلاعات ته د رسنې په قانون د عملدرآمد چېلنجونو او موقعو” په سرخط سېمينار ته وكړې۔ ايګزيکټو ډائريکټر ايس ايس ډي او سيد کوثر عباس ،د نړيوال اسلامي پوهنتون لنډ مهاله صدر ٬ د پوهنتون رېكټر پروفېسر معصوم ياسين زئۍ، چيف انفارميشن کمشنر محمد اعظم، انفارميشن کمشنر فواد ملك، پروفېسر حاضرالله نه علاوه د پوهنتون د سوشيالوجي څانګې زده كوٶنكي په دې موقع موجود وو۔ په دې موقع د اېس اېس ډي او ايګزيکټو ډائريکټر سيد کوثر عباس د استقباليې خطبه كښې ووئيل د پي ټي آئي منشور او د وړومبنو سلو ورځو اېجنډا او د آئين د آرټيکل 19-A له مخې د حكومتي هلو ځلو په سوب په وفاقي كچه اطلاعات ته د رسنې قانون منظور شوې او درې كسيزه انفارمېشن کميشن جوړ كړې شوې٬ ده ووئيل اطلاعات ته رسنه د جمهوريت بنيادي برخه ده ځكه چې په دې عمل سره سپېځلتيا او احتسابي عمل وده مومي۔ ده ووئيل اوسني حكومت په كال 2013 كښې خېبر پښتونخوا كښې دا قانون او كمېسون جوړ كړے

مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں