د ګورنر فيصل کريم کنډي په مشرۍ كښې د ايډورډز کالج د بورډ آف ګورنرز غونډه

image

پېښور 02 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي په ايډورډز کالج كښې د فاټا اسټوډنټس لپاره په سکالرشپس سکيم كښې د ضم شوو ضلعو زده كوٶنكو ته د پام لرنې كولو سره سپارښتنه كښې وئيلي دي د فاټا سکالر شپ سکيم له مخې دې داسې زده كوٶنكو ته په ايډورډز کالج كښې سکالرشپ وركړے شي چا چې په ضم شوو ضلعو كښې زده كړه كړې وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ايډورډز کالج د بورډ آف ګورنرز د غونډې مشرۍ په مهال وكړه ۔ په غونډه كښې د غلام اسحاق خان انسټيټيوټ سي اي او شکيل دراني او د تعليم ماهر ډاکټر قبله اياز په خاص توګه ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د پېښور بشپ سرفراز همفرے پيټر، کمشنر رياض محسود، پرنسپل ايډورډز کالج پروفيسر شجاعت علي، د ګورنر پرنسپل سيکرټري مظهر ارشاد، د پېښور پوهنتون وائس چانسلر پروفيسر ډاکټرنعيم قاضي، د هائر ايجوکيشن ډيپارټمنټ ډائريکټر ډاکټر فريدالله شاه،د لوړو زده كړو څانګې٬ او د خزانې څانګې نمائندګانو پشمول د بورډ نورو غړو او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں