وفاقی حکومت د خېبر پختونخوا قبائلی ضلعو كښې د كورونو معاوضې په مد كښې 24 اربه 81 لكه روپۍ ووېشلې

image

اسلام آباد ۔ 17 دسمبر (اے پی پی) د وفاقی حکومت لخوا د خېبر پختونخوا قبائلی ضلعو په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو ترمينځھ د كورونو معاوضې په مد كښې تر دې دمه 24 اربه 81 لكه روپۍ وېشلې شوي دي۔ د 73 زره 728 ځپلې كورونو معاوضې تر دې دمه ادا كړې شوي دي۔ په بشپړه توګه د ويجاړ شوي كورمعاوضه 4 لكه او په جزوي توګه د ويجاړ شوي كور معاوضه 160 زره روپۍ ادا كولې شي۔ د نهې په ورځ د خېبر پختونخوا د بحالي تعميرنو پروګرام منېجر شكيل خان ووئيل چې د وفاقي حكومت لخوا د خېبر پختونخوا قبائلي ضلعو كښې په عارضي توګه بې كوره شويو كسانو ته د ضرب عضب عملياتو په مهال د دوئي د ځپلې شويو كورونو معاوضې وركولو عمل روان دې او تر دې دمه د 24 اربه 81 لكه روپو ادائيګي شوې ده۔ د 73 زره 728 ځپلې كورونو معاوضې ادا كړې شوي دي۔ ده ووئيل په عارضي توګه بې كوره شويو كسانو ته د معاوضې ادائيګۍ لړۍ به د راروان كال 2020ﺀ تر جون مياشتې دوام لري

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں