د آزادۍ مارچ په اړه د حكومتي پلاوي او د اپوزېشن ګوندونو د رهبر كمېټۍ ملاقات

image

اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) د آزادۍ مارچ په اړه د حكومتي پلاوي او اپوزېشن ګوندونو د رهبر كمېټۍ ترمينځه ملاقات د اكرم خان دراني په كور پېل شوې۔حكومتي پلاوي كښې لنډ مهاله اولس مشر صادق سنجراني٬د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر٬د دفاع وزير پروېز خټك٬د پنجاب اسمبلۍ سپيكر چوهدري پروېز الهي٬د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود٬د مذهبي چارو وزير پيرنورالحق قادري او د خزانې لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرمېن اسد عمر شامل دي۔د رهبر كمېټۍ كنوينئر اكرم خان دراني د اپوزېشن ګوندونو مشري كوي۔پھ دې موقع د رهبر كمېټۍ غړو كښې د پاكستان پيپلز ګوند غړي فرحت الله بابر٬نيئر حسېن بخاري٬د قامي وطن ګوند څخه هاشم بابر٬نېشنل ګوند څخه طاهر بزنجو٬د اے اېن پي څخه ميا افتخار٬د مسلم ليګ(ن)څخه احسن اقبال٬سردار اياز صادق٬د جميعت علماﺀ پاكستان څخه شاه اويس نوراني٬د مركزي جميعت اهلديث څخه حافظ عبدالكريم او د پښتونخوا ملي ګوند عبدالصمد اچكزئي شامل وو۔د ملاقات په آخر به حكومتي پلاوې د رهبر كمېټۍ سره شريك خبري كنفرنس ته وېنا كوي

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں