اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د پاكستان ايني مېشن انډسټري كښې هر كال 20 چنده اضافه كېږي٬ګيمنګ انډسټري دا مهال د 550 اربه ډالره ماركيټ دے٬د كال 2021 په آخر كښې يوازې ايني مشين انډسټري د 300 اربه ډالره هدف سر كړے ٬پاكستان په دې كښې د 8.4 اربه ډالره فيئر شيئر ترلاسه كولې شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ ايني مېشن٬ګيمنګ او د مېډيا په څانګو كښې مرستې لپاره د اطلاعات او خپرونو وزارت او بورن موته يونيورسټۍ ترمينځه په مفاهمتي يادښتونو د لاس ليك دستورې په موقع په خبرو كښې وكړې۔د اطلاعات او خپرونو وزير ووئيل بورن موته يونيورسټي او د دې نېشنل سنټر فار كمپيوټر ايني مېشن ټېكنالوجۍ٬مېډيا او جرنلزم كښې د پوهې سره په نړيواله كچه تسليم شوې او د اعلې كاركردګۍ اداره ده۔ده ووئيل د ايني مېشن او ګيمنګ په څانګه كښې د كمپنو په كاروبار كښې اضافه خوشبينه ده۔ده ووئيل د پاكستان 64 فيصده وداني د 25 كلونو او 40 فيصده د 20 كلونو د عمر نه كمه ده۔بورن موته يونيورسټۍ سره د همكارۍ په نتيجه كښې به پاكستانو ځوانانو ته د خپلو صلاحيتونو د ودې موقع په لاس ورشي۔ده ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزارت بورن موته يونيورسټۍ سره په ګډه په پاكستانو ځوانانو كښې د ګيمنګ او ايني مېشن ودې لپاره اقدامات كوي۔چوهدري فواد حسېن ووئيل په پاكستان كښې په دې وخت كښې د 200 نه زياتې ټي وي چينلې كار كوي او د ډيجيټل چينلو شمېره هره ورځ زياتېږي۔ده ووئيل په هېواد كښې د فلم او ډرامې په څانګه كښې ډېرې موقعې شته ٬ مونږ د فلم صنعت ودې لپاره اقدامات كوو۔ده ووئيل ماسټر او پي اېچ ډي سندونو لپاره د سكالرشپ پروګرامونه پېل كولې شي۔د دې څخه وړاندې د نېشنل مېډيا يونيورسټي فوكل پرسن ثمينه فرزين د تفاهم يادښت لاس ليك كړو۔په دې موقع د بورن موته پوهنتون وائرس چانسلر ووئيل په دې شركت خوشحاله يم