د تېر مالي كال پي اېس ډي پي له مخې 659 اربه روپۍ جاري كړې شوي ۔اسد عمر

image

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي د سركاري څانګې كلن پرمختيائي پروګرام له مخې په ګرد هېواد كښې د بېلو پروژو لپاره د تېر مالي كال په مهال 101.4 فيصد فنډ جاري كړے شوے۔د نهې په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل مالي كال 21-2020 كښې د وفاقي حكومت پرمختيائي پروګرام 650 اربه روپۍ ؤ خو حكومت 659 اربه روپۍ جاري كړي كومې چې د هدف نه 9 اربه روپۍ زياتې دي۔ده ووئيل دا 11-2012 نه پس د كووېډ 19 مسائلو باوجود تر ټولو زياتې شرح څخه پرمختيائي فنډز خرڅ كړے شوے۔ده ووئيل د كورونا وبا ستونزو باوجود حكومت په ټولو روانو لويو پرمختيائي پروژو كار روان ساتلے۔

مضمون کا ماخذ : رومن دولت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں