اسلام آباد۔20جولائی(اے پی پی) ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي چې ډيجيتل هنر پروګرام سره به ډيجيټل مهارتونه زده كولو كښې د تربيه شويو وګړو مرسته كولې شي بلكې دوئي به ملازمت له تيارولې هم شي۔ مونږ د بورډ منظورۍ له د پروګرام ډيزائن كولو وروستو پړاؤنو نه تېرېږو۔ هيله ده چې احساس ډيجيټل هنر به ماركيټ كښې مهارت او 100 فيصده روزګار سره د 3 نه تر 6 مياشتو ورچوئل پروګرام وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغې احساس ډیجیټل هنر پروګرام سره اړوند د احساس ټېكنالوجي ډلې غونډه كښې وكړه۔ د احساس ډیجیټل هنر پروګرام مقصد وروسته پاتې ځوانان د ډيجيټل مهارت د لارې اختيارمند جوړول دي دغسې چې هغوي ملازمت لپاره تيار كړے شي۔ هيله ده چې د دې پروګرام ترسېوري لاندې به 25 زره ځوانان د احساس ايكو سسټم د لارې تربيه كولې شي۔ هغې ووئيل پاكستان په هغه هېوادونو كښې شمېرلې شي چرته چې د ځوانانو د آبادۍ شرح زياته ده۔ د هېواد د 60 فیصد آبادۍ عمر د 35 كالو نه كم دے۔ د هائیر اېجوکېشن کمېشن اندازو له مخې هر كال 5 لكه ګرېجوېټس تيارولې شي۔ هغې ووئيل د کووډ۔19 نه وروسته د روزګار سباؤن آن لائن دنيا سره تړلے دے۔ ډيجيتل هنر پروګرام سره به ډيجيټل مهارتونه زده كولو كښې د تربيه شويو وګړو مرسته كولې شي بلكې دوئي به ملازمت له تيارولې هم شي۔ مونږ د بورډ منظورۍ له د پروګرام ډيزائن كولو وروستو پړاؤنو نه تېرېږو۔ هيله ده چې احساس ډيجيټل هنر به ماركيټ كښې مهارت او 100 فيصده روزګار سره د 3 نه تر 6 مياشتو ورچوئل پروګرام وركړي۔ غونډه كښې سكرېټري عصمت طاهر ٬ ډي جي ټېكنالوجي مير انور او نورو اعل چارواكو ګډون وكړو