اسلام آباد۔19جولائی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاكستان كښې په اولني ځل د اي سپورټس كېدل خوشبينه دي۔ پاكستاني كوچنيان هم په اي سپورټس كښې په برخه اخستو كروړ پتيان جوړېدے شي۔ په فري فائر ای سپورټس ټورنامنټ كښی 567 لوبډلې برخه اخلي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ پاكستان كښې په اولني ځل د اي سپورټس ايونټ كولو لپاره ”ګیرینا” سره د مفاهمت په يادښت د لاس ليك دستورې په موقعه وكړه۔ هغه ووئيل نن پاكستان په اولني ځل اي سپورټس كښې ګډون كوي۔ پاكستان كښې په اولني ځل په قامي كچه د اي سپورټ ايونټ كولو خوشحاله شوے يم۔ هغه ووئيل د اطلاعات وزارت په دې لړ كښې ګير ينا سره د مفاهمت يادښت لاس ليك كړے۔ وفاقي وزير ووئيل په دې ګېم كښې د يو كروړ روپو انعاومونو اېښودلې شوي۔ بريا ترلاسه كوؤنكې لوبډله به په نړيواله كچه كېدونكې مقابله كښې برخه اخستلې شي كومې لپاره چې د دوو ملينه ډالرو انعامونه اېښودلې شوي ۔ هغه ووئيل لوبو كښې زياته خوښي لرونكو ماشومانو سره موقعه ده چې هغوي د 12 كالو په عمر كښې كروړ پتيان جوړېدے شي۔ هغه ووئيل د وېډيو ګېمز مجموعي ماركيټ 200 بلین ډالر نه زيات شوے۔ د ای سپورټس پلو مونږ لوي ګام پورته كړے او زمونږ كوچنيان هم په اي سپورټس كښې برخه اغستے شي۔ هغه ووئيل پاكستانو زلمو ته د اي سپورټسص په شكل كښې يوه لويه موقعه ترلاسه كېدونكې ده