وزيراعظم عمران خان د ګوند په آئين كښې د بدلون ٬د نوي تنظيمي ډهانچې رسمي منظوري وركړه

image

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د ګوند په آئين كښې د بدلون كولو او د نوي تنظيمي ډهانچې رسمي منظوري وركړې ده ۔د وزيراعظم په منظورۍ چيف آرګنائزر سېف الله خان نيازي باضابطه نوټيفيكېشن جاري كړی۔د ګل په ورځ د پي ټي آئي مركزي ډيپارټمنټ لخوا جاري شوي بيان له مخې چيف آرګنائزر سېف الله خان نيازي وئېلي دي پنجاب، خیبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د ريجن په كچه د تنظيمي ډهانچې جوړولو اعلان شور او په سندھ كښې د ريجنز جوړولو لپاره د لا مشاورت پريكړه شوې ده ٬په آزاد كشمير كښې په ټولو ډويژنونو مشتمل يو ريجن جوړولو او د ګلګت بلتستان په ريجن كښې به ټولې ډويژنې شامل وي۔چيف آرګنائزر سېف الله خان نيازي ووئيل د اسلام آباد لپاره هم د ريجنل ډهانچې جوړولو پريكړه شوې٬د اسلام آباد ريجن به د قامي اسمبلۍ حلقو له مخې په درې ضلعو مشتمل وي۔د پنجاب شمالي٬مركزي او جنوبي پنجاب په نامه په درې ريجنز جوړولې شې۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا په مالاكنډ٬هزاره٬پېښور او جنوبي پښتونخوا څلورو ريجنز وېشلې شوې۔د بلوچستان لپاره شمال مشرق٬جنوب مشرق٬شمال مغرب او د جنوب مغرب ريجنز جوړولو منظوري وركړی شوې۔ده ووئيل جنوبي پنجاب٬اسلام آباد٬ګلګت بلتستان او د آزاد جمو كشمير په سيمه ايز حدود كښې بدلون نه دې شوې۔په دغه سيمو كښې موجوده تنيمې ډهانچې به خپل فرائض ترسره كوي

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں